۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-08-18 یکشنبه
د عصري ټرانسپورټ رامنځ ته کولو هڅې

د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب ریاست تخنیکي ټیم لخوا د لغمان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کارکوونکو ته د وسایطو تخنیکي ارزونې، د GPS سیسټم پلي کولو او د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو او خوندیتوب په برخو کې ښوونیز سمینار وړاندې شو. د یاد سمینار موخه د کارکوونکو تخنیکي وړتیا او مسلکي مهارتونو لوړول دي، دا به د ټرانسپورټي چارو معیاري کېدو او په کاري ساحه کې د وسایطو تخنیکي ارزونې پروسې د چټکتیا په برخه کې ګټورې پایلې ولري.