۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-04-14 شنبه
د سوداګریزو توکو خوندي لیږد په اړه غوره ګام

د پکتیا ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسئولینو لخوا د ټرانسپورټي شرکتونو د استازو په ګډون د یاد ولایت اړوند ډنډپټان ولسوالۍ باروړونکي ترمینل کې د یوه خصوصي باروړونکي ټرانسپورټي شرکت د فعالیت پرانیست غونډه ترسره شوه. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تل هڅه کړې ده چې ملي سوداګرو او هېوادوالو د سوداګریزو توګو خوندي لېږد ته بشپړه زمینه برابره کړي.