د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د خوست هوايي ډګر د ځغاستلیکې د دواړو خواو هوارونې او رغونې پروژې کارونه د څه کم اتو ميليونو افغانيو په ارزښت پيل شول. د یادې پروژې پیل مراسمو کې د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري او د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت ګډون درلود.