د ملکي هوايي چلند انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول
نیټه: 1404-11-16 پنجشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند ملکي هوايي چلند انسټېټیوټ د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه. روان کال کې د یاد انسټېټیوټ بېلابېلو څانګو کې له دوو کلنو زده کړو ترلاسه کولو وروسته ۱۰۸ کسان فارغ شول. ملکي هوايي چلند انسټېټیوټ کې دا مهال د هوايي ټرافیک کنټرول، هوايي چلند تکنالوژۍ، ځمکني ټرانسپورټ، هوايي چلند مدېر یت او اطفايې څانګو کې سلګونه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.
0 نظرونه
خپل نظر مو له مونږ سره شریک کړئ