د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تاریخچه

افغانستان، چې په وچه کې راګير هېواد دی او سمندر ته لاره نه لري، د خپلو ټرانسپورټي اړتیاوو لپاره په ځمکني او هوايي ټرانسپورټ باندې ډېره تکيه کوي. دغه دوه سکټورونه د هېواد اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د دې مهمو چارو د تنظیم او پراختیا لپاره د تاریخ په اوږدو کې ستر رول لوبولی دی. دا وزارت هم د هېواد دننه د مسافرو او توکو د لېږد رالېږد لپاره اسانتیاوې برابروي او هم د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا او د تاريخ په اوږدو کې يې د ګرځندويۍ د ودې لپاره هم بنسټیزې هڅې کړې دي. دا لنډه تاریخچه د افغانستان د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ د پیل او پرمختګ بېلابېل پړاوونه په لنډه توګه رانغاړي.

د ځمکني ټرانسپورټ پیل

دد افغانستان په لرغوني تاریخ کې کله چې سړکونه او موټر نه وو، د مالونو لېږد رالېږد د حیواناتو په مرسته ترسره کېده. ویل کېږي چې د ۱۱۵۲ لمریز کال په شاوخوا کې د تیمورشاه د واکمنۍ پر مهال، د قافلو د تنظیم لپاره یو کس چې "قافله باشي" يې باله، ټاکل شوی و. دا په افغانستان کې د ځمکنيو ټرانسپورټي چارو د تنظیم لومړنۍ هڅه وه. د ۱۲۸۳ لمریز کال په اوږدو کې د امیر حبیب‌الله خان د واکمنۍ پر مهال د هند د نایب‌السلطنه له خوا د ډالۍ په توګه لومړنی موټر د غوايانو په مرسته افغانستان ته راوړل شو. دا لومړنی موټر و، چې د هېواد د ټرانسپورټي نظام د پرمختګ بنسټ یې کېښود. ، د عبدالحی حبيبي (د افغانستان تاريخي پېښليک کتاب) لومړي ټوک له قوله په ۱۲۹۲ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې "شرکت موټرکار افغانيه" په نوم لومړنی ټرانسپورټي شرکت جوړ شو، چې د موټرو د پراختیا لپاره یې لاره هواره کړه.

له انګلستان څخه د خپلواکۍ له اخيستلو وروسته چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه پيل شول، د ځمکني ټرانسپورټ او هوایي چلند لپاره هم يو مهم پيل و او په ۱۳۰۴ل کال امان‌الله خان په خپل لګښت د «موتور رانی» په نوم يو ټرانسپورټي شرکت رامنځته او له دې سره يې سړک جوړولو ته هم پاملرنه زياته کړه. په (۱۹۵۰ ـ ۱۹۶۰) زېږديزو کالونو پورې د هيواد لوېې لارې جوړې او پخې کړای شوې چې آن تر تورغونډۍ او اسلام کلا پورې وغځول شوې، چې د ټرانسپورټي نظام د لا پیاوړتیا سبب وګرځېدې.

په ۱۳۱۱ لمریز کال د مخابراتو ریاست په چوکاټ کې د عمومي ټرانسپورټ مدیریت جوړ شو. وروسته دا مدیریت د مخابراتو له چوکاټ څخه بېل او د صدارت عظمي تر چتر لاندې یې فعالیت پیل کړ، چې د ترافیکو څانګه هم د دې مدیریت برخه وه. په ۱۳۳۵ لمریز کال دا مدیریت د ټرانسپورټ ریاست ته ارتقا وکړه او د سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې یې کار پیل کړ. په ۱۳۵۸ لمریز کال کې دا ریاست د ټرانسپورټ وزارت ته واوښت او د یوه خپلواک وزارت په توګه یې خپل فعالیت پيل کړ.

د هوايي چلند پیل

د افغانستان د هوايي چلند بنسټ په ۱۳۰۲ لمریز کال کې کېښودل شو او په ۱۳۰۶ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د کابل او تاشکند ترمنځ لومړنۍ هوايي کرښه د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پرانېستل شوه او تر دې وروسته هم د روس او جرمني کوچنۍ الوتکې د ملخانو د دواپاشۍ او ځينې نورو ډيپلوماټيکو مسائلو لپاره افغانستان ته راتلې، د همدې الوتکو د کنټرول او د هوايي چلند اړتياوو ته په پام په ۱۳۳۱ لمریز کال کې د ملکي هوايي چلند عمومي مدیریت رامنځته او د الوتنو د کنټرول، د ملکي هوايي ډګرونو د سمون مسوولیت یې پر غاړه واخیست. د دې مدیریت لومړنی مشر ګلبهار خان و، نوموړی د هوايي ځواک له قوماندانۍ يو تقاعد شوی پيلوټ و او په دې برخه کې يې پوره تجربه درلوده، د هوايي چلند مدیریت د لومړني عمومي مدير په توګه وټاکل شو.

په ۱۳۳۵ لمریز کال کې دغه مدیریت د ملکي هوايي چلند ریاست ته ارتقا وکړه چې عبدالحی عزیز او وروسته عبدالکریم حکیمي یې د رئیسانو په توګه وګمارل شول. په ۱۳۴۲ لمریز کال ښاغلی سلطان محمود غازي، (د افغانستان د دويم صدراعظم شاه محمود خان زوی) د هوايي چلند عمومي رئيس وټاکل شو. د ده د رياست پر مهال د افغانستان په هوايي سکتور کې بنسټيز بدلونونه رامنځته شول.

په ۱۳۴۶ل کال کې د ګرځندوی ریاست د هوايي چلند له ادارې سره يو ځای شو، چې د باميانو او نورو تاریخي سیمو کې د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې. ښاغلي سلطان محمود غازي غوښتل چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ګرځندويۍ د ودې لپاره هوايي ډګرونه جوړ شي. د ده په دوره کې د کابل، کندهار، مزارشریف، کندوز، هرات او جلال‌اباد هوايي ډګرونه په اساسي ډول ورغول شول، چې د افغانستان هوايي چلند د سيمې په کچه د يو پرمختللي بنسټ په توګه وځلېده.

د ایکاو او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP)په مرسته په ۱۳۴۷ل کال کې یو بل هوایي شرکت د "باختر افغان الوتنه" په نوم د کورنیو الوتنو لپاره تاسیس شو. د دې شرکت موخه د لرې پرتو او سختو سیمو د خلکو ستونزو ته لاسرسی او د ګرځندويانو جلبول وو. درې کاناډایي (Twin Otter)الوتکې، چې ۱۸ چوکۍ يې درلودې، په خامه او ۳۰۰ متره ځغاستليکو باندې يې ناسته او الوتنه کولای شوه، وپېرل شوې.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غويي د اوومې نېټې له کودتا وروسته، د هوايي چلند په چارو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شول. نورمحمد دلیلي د ملکي هوايي چلند رئیس وټاکل شو او په ۱۳۵۸ لمریز کال د هوايي چلند ریاست د ټرانسپورټ وزارت تر چتر لاندې راغی. ښاغلی بارق شفیعي د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر وټاکل شو او وروسته تر ۱۳۶۴ لمریز کال پورې شیرجان مزدوریار او عبدالرحیم کاروال د ټرانسپورټ وزیرانو په توګه دندې ترسره کړې.

په ۱۳۶۵ لمریز کال د وري په میاشت کې د هوايي چلند ریاست د ملکي هوايي چلند وزارت ته ارتقا وکړه او عزیز نګهبان د دې وزارت وزیر وټاکل شو. په ۱۳۶۹لمريز کال د ډاکټر نجيب‌الله د يو فرمان له مخې د ملکي هوايي چلند وزارت نوم د ملکي هوايي چلند او ګرځندويۍ وزارت ته واوښت او د ګرځندويۍ رياست، چې په دې کې د انټرکانټینټال هوټل هم شامل و، د دې وزارت تر چتر لاندې راغلل او تر ۱۳۷۵ لمریز کال پورې، بادشاه‌ګل وفادار، شیرجان مزدوریار، حمیدالله طرزي او ودیر ساپي د دې وزارت وزیرانو په توګه دندې ترسره کړې دي.

آريانا افغان هوايي شرکت

آريانا افغان هوايي شرکت د افغانستان لومړنی او لوی دولتي هوايي شرکت دی، چې د پاچا محمد ظاهر شاه د ۱۱۹ ګڼې فرمان پر اساس په ۱۳۳۳ لمریز کال د تلې په ۲۶مه د ۳۰۰,۰۰۰ امريکايي ډالرو په پانګونه تاسیس شو، چې ۵۱ سلنه یې د افغانستان او ۴۹ سلنه یې د انډيمار کمپنۍ وه. په همدې کال یې لومړنۍ کورنۍ الوتنه د (DC-3) الوتکې په واسطه له کابل څخه مزار شریف، هرات او کندهار ته ترسره کړه. په ۱۳۳۴ لمریز کال کې یې بهرنۍ الوتنې پیل کړې، چې لومړنۍ بهرنۍ الوتنه يې له کابل څخه بحرین ته د کندهار له لارې ترسره کړه. پاچا محمد ظاهر شاه د نوم غوره کولو لپاره یو شمېر پوهان او علما وټاکل، چې له "باختر، هندوکش، خراسان، سپين غر او آريانا" نومونو څخه یې "آريانا" نوم غوره او بيا يې په خپلو ګوتو د توتکۍ (پرستو) لوګو ورته رسامي کړه، چې د ډېرو د خوښۍ وړ وګرځيده. وروسته د انډيمار برخه پان امريکن هوايي شرکت باندې وپلورل شوه، چې په پایله کې یې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې پراخې شوې او په همدې کال د حاجيانو لېږد پیل شو. په ۱۳۴۹ لمریز کال آريانا د IATA غړیتوب هم ترلاسه کړ. خو د ۱۳۵۷ لمریز کال د غويي کودتا وروسته، پان امريکن له آريانا سره همکاري ودروله او وروسته د ځينو ستونزو سره مخ شو او د وخت حکومت چې مشري يې ببرک کارمل کوله په ۱۳۶۴ لمریز کال د غبرګولې مياشتې په دويمه نېټه د وزراء شورا پرېکړې په اساس آريانا منحل او ټوله پانګه یې له الوتکو سره باختر افغان الوتنې ته وسپارل شوه.

په ۱۳۶۶/۱۰/۲۷ نېټه د ۲۶۸ مصوبې پر اساس د کار د موثريت او د انتقالاتو د لا بهترۍ او نړيوالو الوتنو کې د اسنتياوو په پار (تصدي آريانا افغان هوايي الوتنه) په نوم بدل شو او له ۱۳۶۹ل کال آريانا بيرته خپل حقوقي شخصيت ترلاسه کړ او د يو سهامي دولتي شرکت په حيث د آريانا افغان هوايي شرکت په نوم ونومول شو، نوې اساسنامه يې جوړه او منظوره شوه چې ونډه اخيستونکې يې د ملکي هوايي چلند وزارت، ماليې وزارت، افغانستان بانک، ملي بانک، پښتني تجارتي بانک او د سوداګرۍ وزارت وو.

د اسلامي امارت لومړنۍ دوره

د ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ لمریز کال پورې، د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال، شهید امیرالمؤمنین اختر محمد منصور (تقبل‌الله) د دې وزارت چارې پر مخ وړې. شهيد منصور د هوايي چلند چارې په داسې وخت کې واخيستې، چې د هوايي چلند بسټونه د کورنيو جګړو په لمبو کې له منځته تللي او کباړ شوي وو، د هوايي چلند سکتور سخته ضربه ليدلې وه؛ خو شهيد منصور نه یوازې د هوايي چلند چارې منظمې کړې، بلکې د هوايي مدافعې عمومي قومانداني یې هم پر غاړه درلوده. د ده د وزارت پر مهال کابل نړیوال هوايي ډګر او نور ویجاړ شوي هوايي ډګرونه، لکه کندهار، هرات، ننګرهار، مزار شریف او کندوز، بېرته فعال او الوتنو ته چمتو کړای شول. د آریانا افغان هوايي شرکت کرښې د کورنيو او نړیوالو الوتنو لپاره پرانېستل شوې او زرګونو افغانانو ته د حج د فرېضې ادا کولو زمینه برابره شوه.

د اشغال دوره

له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۴۰۰ لمریز کال پورې، چې د اشغال توره دوره ګڼل کېږي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند چارې له څو ځله ادغام او بېلتون سره مخ شوې. په ۱۳۸۲–۱۳۸۳ کلونو کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د اصلاحاتو او مالي ستونزو له امله دواړه برخې د يو وزارت په بڼه سره يو ځای شوې، خو په ۱۳۹۳ لمریز کال کې بېرته د جلا ادارو په توګه فعالې شوې. وروسته د اشرف غني د يو فرمان له مخې په ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومي په دویمه نېټه د هوايي چلند اداره، د اوسپنې پټلۍ اداره، د ترافیکو ریاست او د ټولګټو وزارت د ټرانسپورټ وزارت تر چتر لاندې مدغم شول. بيا په ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي په ۲۸مه نېټه د دې ادغام بهیر وځنډول شو او د هوايي چلند اداره د يوې خپلواکې ادارې په توګه بېرته فعاله شوه، چې تر ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري تر ۲۴مې نېټې پورې يې خپلې چارې پر مخ يووړې.

د اسلامي امارت بيا واکمنيدل او اوسني پرمختګونه

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري له ۲۴مه نېټه، (چې د فتحې ورځې په نوم شهرت لري) د افغانستان اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند چارې بېرته یو ځای کړې او دا وزارت يې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په نوم ونوماوه. محترم الحاج ملا حمیدالله اخندزاده د دې وزارت د وزير په توګه وټاکل شو، چې د ۱۴۰۴ل کال د کب/حوت مياشتې تر پنځمې نېټې پورې يې څه باندې څلورنيم کاله په ډېره بريالي توګه خپلې چارې ترسره کړې او د ده د وزارت په موده کې د واټ ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخو ډېرې بنسټيزې پروژې ترسره شوې. د ۱۴۰۴ل کال د کب/حوت میاشتې په ۶مه نېټه د امیرالمؤمنين د ۱۴۴۷/۸/۲۶نېټې او ۲۰ ګڼې فرمان پر بنسټ الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د دې وزارت د وزير په توګه وټاکل شو، نوموړی چې په همدې نږدې ورځو کې د وزير په توګه ټاکل شوی دی، د ټرانسپورټ او هوايي چلند برخو چارې په منظمه او غوره توګه روانې دي.

له فتحې وروسته د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي. نړیوال هوايي تړونونه لاسلیک شوي، ویجاړ هوايي ډګرونه بېرته فعال او نړیوال معیار ته رسېدلي دي. اوس ۲۷ هوايي ډګرونه، چې ۵ هغه یې نړیوال دي فعال او ټولې لازمې اسانتياوې پکې موجودې دي او د هواپېژندنې دستګاوې په ټولو ولایتونو کې په ۲۴ ساعته ډول کار کوي. د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د زده‌کړو پروګرامونه جوړ شوي او د هوايي چلند انسټیټیوټ هر کال ځوانان روزي. له افغانستان څخه ډېريو هېوادونو ته منظمې الوتنې کېږي د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې ترمینلونه جوړ شوي، د موټرو تخنیکي څارنه او GPS نصبولو کار روان دی، د ځمکني ټرانسپورټ ډېری برخې برېښنايي شوې دي او د مهمو چارو برېښانيي کېدو ته توجه ډېره شوې ده اوس پرې په عملي ډول کار روان دی. زرګونه جريبه ځمکه د هډو او ترمينلونو لپاره ځانګړې شوې او او له نورو ادارو انتقال شوې ده، په تيرپارکونو جوړولو باندې کار روان دی، برېښنايي دروازو د جوړوېدو چارې پيل شوې دي او ګړندۍ هڅې روانې دي، چې هېوادوالو ته د سفر ټولې اسانتياوې برابرې کړای شي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له نورو بنسټونو لکه د ګرځندوی، ملي بس شرکت او آريانا افغان هوايي شرکت سره نږدې تړاو لري. د ګرځندوی سکتور د هېواد د نړيوالې پېژندګلوۍ او د بهرنيو مېلمنو د جذب لپاره مستقيمه تکيه پر هوايي ټرانسپورټ لري؛ ځکه د سړکونو ترڅنګ هوايي ډګرونه د افغانستان د دروازې په توګه کار ورکوي. همدارنګه ملي بس شرکت د ښارونو دننه او د ښارونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ د اسانتيا مهمه دولتي اداره ده، چې د هوايي ټرانسپورټ تر څنګ ځمکنيي ټرانسپورټي خدمتونه وړاندې کوي. اريانا افغان هوايي شرکت د افغانستان ملي هوايي سېمبول بلل کېږي، چې د نړيوالو الوتنو او ملي هويت په استازيتوب د هېواد د ټرانسپورټي سيستم د بنسټيزې برخې په توګه چارې ترسره کوي. د همدې ادارو ترمنځ ګډ کار د خلکو د تګ راتګ، سوداګرۍ او ګرځندوی د ودې لپاره حياتي ارزښت لري او د افغانستان د اقتصادي ثبات، له ولايتونو او نړۍ سره د وصل لپاره خورا اړين ګڼل کېږي.

شریک کړئ: