خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ کال د لړم ۱۰ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د نسبتاً تیز باران تالنده بریښنا نسبتاً تیز و بادونو او سیلابونو پیښید و اټکل
په بدخشان، تخار، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي مترو پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مركزي ولايتونوکې د نسبتاً تېزو بادونو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې له (۵۰) څخه (۷۵) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
نوټ: په لوړو او يخو سيمو کې د نسبتاً درنې واورې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۱۰ عقرب سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران نسبتاً شدید رعد و برق بادهای نسبتاً شدید و سیلابهای آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد:
در ولایت های بدخشان، تخار، بغلان، پروان، نورستان و پنجشیر که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الی (۲۰) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای مرکزی احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۷۵) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
نوت: احتمال وقوع برفباری نسبتاً سنگین در ارتفاعات مرتفع و مناطق سردسیر
WARNING
Validity time: 01 November 2026
Possibility of Relatively Heavy Rain, Thunderstorm, Relatively Strong Winds and Flash Flood for the following provinces:
Badakhshan, Takhar, Baghlan, Nuristan, Parwan and Panjshir Provinces the amount of rainfall is between (10 to 20) mm in different area.
In the Central Provinces possibility of Relatively Strong Winds the amount of Wind speed will be between (50 to 75) Km/h in different eara.
Note: Possibility of Relatively Heavy snowfall in high-altitude and cold regions
نیټه: 1405-08-09 شنبه
د واټ ټرانسپورټ ولایتي مسئولینو ته ښوونیز سمینار
د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري، مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد او یو شمېر رئیسانو په حضور کې د کارکوونکو چارو ریاست لخوا، د واټ ټرانسپورټ ولایتي مسئولینو ته شپږ ورځنۍ ښوونیز سمینار پیل شو. په دغه ښوونیز پروګرام کې به ګډونوالو ته د واټ ټرانسپورټ مدیریت، نړیوال او عامه ټرانسپوټ، املاکو، مالي او اداري، د بېلابېلو طرزالعملونو او طرحو، د الکترونیکي سیستمونو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکړل شي.
نیټه: 1405-08-09 شنبه
د ټرانسپورت او هوايي چلند او لوړو زده کړو وزیرانو د ارغندۍ مسافر وړونکي ترمینل د چارو څارنه وکړه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم، د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد، د پولي تخنیک پوهنتون رئیس، استادانو او مسلکي انجنیرانو د کابل ولایت ارغندۍ مسافروړونکي ترمینل پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال یادو چارواکو، استادانو او انجنیرانو د ترمینل له بېلابېلو برخو لیدنه او څارنه وکړه او د یادې پروژې د چارو بهیر یې له نږدې وارزاوه. د دې لیدنې موخه د ترمینل د چارو ارزونه، د ترسره شویو فعالیتونو څارنه او د پروژې د تخنیکي او مسلکي اړخونو په تړاو د اړوندو مسلڪي ڪادرونو او متخصصینو نظرونه ترلاسه کول وو.
نیټه: 1405-08-09 شنبه