د نړیوال ځمکني لېږد رالیږد سیستم (TIR) په اړه روزنیز سمینار وړاندې شو

د نړیوال ځمکني لېږد رالیږد سیستم (TIR) په اړه روزنیز سمینار وړاندې شو

نیټه: 1404-11-22 چهارشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د واټ ټرانسپورټ قوانینو او معاهداتو ریاست لخوا د باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته د نړیوال ځمکني لېږد رالېږد سیستم ( TIR) په اړه یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه سمینار کې د نړیوال لېږد رالېږد سیستم، د یاد سیستم کنوانسیون، تاریخچې، موخو، برخو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل شول.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته