له هوايي ډگرونو الوتنې په عادي ډول جریان لري
نیټه: 1404-12-09 شنبه
د هېواد له هوایي ډگرونو نړیوالې او کورنۍ الوتنې په عادي ډول جریان لري. د هېواد له نړیوالو هوایي ډگرونو څخه پر وخت نړیوالې او کورنۍ الوتنې ترسره کيږي او همدا راز محلي هوایي ډگرونو کې هم د خپل مهالوېش سره سمې الوتنې ترسره کېږي. ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هڅه کوي، تر څو هوایي ډگرونو کې د مسافرو او سوداگریزو توکو لېږد رالېږد په برخه کې لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي