د اقینې بندر تیرپارک جوړولو پروژه د پرمختگ په حال کې ده
نیټه: 1404-12-09 شنبه
د فاریاب ولایت اقينې بندر کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، دتیرپارک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې دا مهال د موټرو پارکېنګ ساحې لېول کاري، د موادو لېږد او ځینو نورو برخو کارونه دوام لري. یاده پروژه چې لس میاشتې وړاندې پیل شوې دامهال یې چارې نږدې ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي او پاتې چارې به یې هم د پلان او قرارداد سره سمې په راتلونکو شاوخوا ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.