د افغانستان هوايي حریم د ملکي الوتنو لپاره په بشپړه توگه خوندي دی
نیټه: 1404-12-13 چهارشنبه
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ټولو نړیوالو هوايي ډگرونو کې د کورنیو، نړیوالو او ملکي عبوري الوتنو لپاره منظم خدمتونه وړاندې کوي. همداراز د افغانستان هوايي حریم د ملکي عبوري الوتنو لپاره په بشپړه توگه خوندي دی او نړیوال هوايي شرکتونه کولای شي له بشپړ ډاډ سره خپلې الوتنې د دغه حریم له لارې ترسره کړي. یاد وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د هوايي چلند په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او خدمتونه لا معیاري کړي.