د نړیوال واټ ټرانسپورټ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه ناسته وشوه
نیټه: 1404-12-21 پنجشنبه
د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو وزارتونو او د سوداګرۍ خونې له استازو سره د نړیوال واټ ټرانسپورټ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د لاجوردو او مرکزي اسیایي مسیرونو له لارې د سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد پر زیاتوالي، د یادو مسیرونو د فعالیت، ارزښت، سهولتونو او له یادو مسیرونو څخه د ښې ګټې اخیستنې په اړه خبرې وشوې.