په نیمروز ولایت کې د کرايې کنټرول په موخه څارنه
نیټه: 1404-12-21 پنجشنبه
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسئولینو لخوا د ټاکل شوې کرایې لایحې پلي کولو په موخه د یاد ولایت لویو مسافروړونکو موټرو د کرایې څخه څارنه او کنټرول ترسره شو او موټرچلوونکو ته د مسافرو خوندي سفر او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.