د هوایي چلند خوندیتوب په برخه کې ښوونیز پروگرام

نیټه: 1404-12-25 دوشنبه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له‌خوا د هېواد نړیوالو هوایي ډګرونو کارکوونکو ته د الوتنو د خوندیتوب په برخه کې درې نیم میاشتنی ښوونیز پروگرام په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
دا روزنیز پروگرام د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو او مهارتونو لوړولو او د الوتنو د خوندیتوب د لا پیاوړتیا په موخه، د هوایي چلند له نړیوالو اصولو، مقرراتو او د ایکاو سازمان له معیارونو سره سم تنظیم شوی و.
یاد پروگرام چې ۲۲ تنو پکې ګډون کړی و، د مسلکي بهرنیو ښوونکو له خوا وړاندې شو او ګډونوالو ته د الوتنو د خوندیتوب اړوند مهم مسلکي معلومات او عملي تجربې انتقال شوې.
د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول د هوایي چلند سکتور د پیاوړتیا او د الوتنو د خوندیتوب د کچې  لوړولو لپاره خورا مهم دی.د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسؤلین هڅه او ټینګار کوي چې د هېواد په هوایي ډګرونو کې به د مسلکي ظرفیت لوړولو دا ډول پروګرامونه دوام ولري.
تمه کېږي چې د دې روزنیز پروگرام ګډونوال به د خپلو نویو زده کړو په مټ د الوتنو د خوندیتوب په برخه کې لا اغېزمن فعالیت ترسره کړي.

ویډیو

د هوایي چلند خوندیتوب په برخه کې ښوونیز پروگرام


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته