د کرايې جدي کنټرول

نیټه: 1404-12-26 سه‌شنبه

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اختر په شپو او ورځو کې په مرکز کابل او ولایتونو کې د مسافروړونکو موټرو د کرایو د کنټرول او څارنې لړۍ روانه کړې ده. یاد وزارت دټاکل شویو کرایو د عملي کېدو په موخه د څارنې ټیمونه ګومارلي او له نږدې څخه د ټرانسپورټي فعالیتونو څارنه کوي. همدا راز له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کېږي، چې ټاکل شوې کرایه مراعات کړي او له مسافرو سره ښه چلند وکړي، څو د اختر په ورځو کې هېوادوالو ته خوندي او اسانه ټرانسپورټي خدمتونه برابر شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته