نیټه: 1405-01-04 سهشنبه
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د اړوندو برخو د پراختیا، پیاوړتیا او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ټرانسپورټي تاسیساتو ۴۶ لویې پروژې پیل کړې او په همدې یو کال کې د ترمینلونو، اداري ودانیو، هډو، احاطوي دېوالونو او د هوايي ډګرونو د رمپ پراختیا اوځغاستلیکو بیا رغولو په برخه کې ۲۵ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یادولو وړ ده چې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په تېرو څلورو کلنو کې شاوخوا د ۱۷۰ پروژو چارې پیل کړې دي چې زیات شمېر یې دا مهال د پلي کېدو په حال کې دي. یاد وزارت په راتلونکو کلونو کې هم د لا پراخه پرمختګونو او نوښتونو په لټه کې د معیاري خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی