د اونۍ خبرونه

د اونۍ خبرونه

نیټه: 1404-12-07 پنج‌شنبه

د جي پي اېس الې د نصبولو لړۍ چټکتیا له دوو شرکتونو سره توافق‌نامو لاسلیک.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، تخنیکي خدمتونو خوندیتوب ریاست لخوا په ټرانسپورټي وسایطو کې د جي پي اېس الې د نصبولو لړۍ د پراختیا په موخه له دوو خصوصي شرکتونو سره توافق‌نامې لاسلیک شوې.
د جي پي اېس الې نصبولو برخه کې دا مهال ۱۹شرکتونه  فعالیت لري  چې  په ټول هېواد کې تر دې مهال نېږدې ۴۰ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس الې نصب شوې دي، او د نویو شرکتونو په فعالیت سره به دا لړۍ لا چټکه او پراخه شي.
 
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د غور ولایت، سلطان غیاث الدین غوري هوايي ډگر د ځغاستلیکې بیارغونې پروژه پیل شوه.
  د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د دغه هوايي ډگر ځغاستلیکه په معیاري ډول جوړه او د هر ډول الوتکو د الوتنو لپاره به چمتو شي. دا پروژه د هوايي ډگر پراختیا په برخه کې گټور گام بلل کېږي.
 
د کابل عامه ښاري ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د لېږدوونکو وسایطو معیاري کولو، او د ټرانسپورټي اسنادو دوېش پروسې د لا ښه تنظیم په موخه، په روان کال کې د ۱۵ زره، ۲۸ ټرانسپورټي وسایطو تخنیکي ارزونه شوې
د تخنیکي ارزونې یاده پروسه د کابل ولایت په بېلا بېلو برخو کې د وسایطو بشپړ خوندیتوب په موخه د ټاکل شوو ټرانسپورټي معیارونو سره سم ترسره کېږي.
 

د فراه ولایت ابوالنصر فراهي باروړونکي ترمینل د چاپېرېدونکي دېوال جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې دا مهال یې کارونه نېږدې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري 
دغه پروژه چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د ۳۹ میلیونه ۸۴ زره افغانیو په په ارزښت پلي کېږي په بشپړېدړ سره به یې موټرچلوونکو ته د لازمې اسانتیاوې را منځته شي.
 

د بلخ ولایت مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره د انتظار ځای او د موټرو تم ځای  جوړولو چارې نېږدي ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي.
 یاده پروژه چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا، د څه کم ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي، چارې به یې راتلونکو ۷ میاشتو کې بشپړې شي.

 

ویډیو ⬇️

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت

 


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته