دهوايي چلند خوندیتوب په برخه کې ښوونیز پروگرام پای ته ورسېد

نیټه: 1404-12-24 یکشنبه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د نړیوالو هوایي ډگرونو کارکوونکو ته د الوتنو خوندیتوب په برخه کې د لا مسلکیتوب او ښې روزنې په موخه، د هوایي چلند ملي مقرراتو او ایکاو سازمان له معیارونو سره برابر پیل شوی ښوونیز سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. یاد درې نیم میاشتنی ښوونیز پروگرام چې ۲۲ گډونوال یې درلودل د مسلڪي بهرنیو ښوونکو لخوا وړاندې شو او دا به له گډونوالو سره د الوتنو خوندیتوب په برخه کې گټور تمام شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته