نیټه: 1404-11-05 یکشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لهخوا د روان کال په تېره یوه میاشت(مرغومي) کې، د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې د ۱۱زره، ۲۵۰ مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده. د دغه ارزونې په ترڅ کې دلېږدوونکو وسایطو تخنیکي وضعیت بېلا بېل اړخونه په منظم ډول ارزول کېږي. ترڅو د مسافرو، سوداګریزو مالونو او لېږدوونکو وسایطو د خوندیتوب بشپړ تامین رامنځ ته او د هر ډول احتمالي خطر، ټرافیکي پېښو، مالي او ځاني زیانونو مخه ونیول شي.