نیټه: 1405-01-04 سهشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د پرلپسې هڅو په پایله کې دا مهال ۱۰ نړیوال او ۲ کورني هوايي شرکتونه د هېواد نړیوالو هوايي ډگرونو ته منظمې الوتنې ترسره کوي، چې دا د افغانستان د هوايي اتصال پراختیا، له سیمې او نړۍ سره د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې گټور گام بلل کېږي. همداراز، په ټول هېواد کې ۵ نړیوال او ۲۲ محلي هوايي ډگرونه فعال دي، چې په یادو هوايي ډگرونو کې د مسافرو او سوداگریزو توکو لېږد رالېږد لپاره منظم خدمتونه وړاندې کېږي.