له کابل نړيوال هوايي ډګر څخه الوتنې په منظم ډول روانې دي!

نیټه: 1405-01-06 پنج‌شنبه

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ټولو هېوادوالو او درنو مسافرو ته ډاډ ورکوي، چې تېره ورځ (د وري پر ۵مه) نېټه کابل نړیوال هوايي ډګر کې د آريانا افغان هوايي شرکت الوتکې بېړنۍ ناسته کړې وه. او دا مهال ټولې کورنۍ او نړیوالې الوتنې له مهالوېش سره سمې په نورمال او منظم ډول روانې دي. یو ځل بیا ټینګار کوو، چې د مسافرو خوندیتوب زموږ لومړیتوب دی او د هوايي چلند ټول فعالیتونه د نړیوالو معیارونو سره سم په عادي ډول جریان لري.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته