سمنگان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو پراختیا

نیټه: 1405-01-11 سه‌شنبه

د سمنګان ولایت د دلخکي کوتل په مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل کې د مسافرو د هوساینې لپاره د انتظار ځای جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه پروژه چې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګښت لري، شاوخوا څلور میاشتې وړاندې پیل شوې او اوس یې کارونه نږدې ۵۰ سلنه پرمخ تللي دي. د دغه پروژې په بشپړېدو سره به مسافرو ته منظم، خوندي او ارام چاپېریال برابر شي او دا چاره نه یوازې د مسافرو د سهولت سبب ګرځي بلکې د ټرانسپورټي خدماتو په ښه کېدو کې هم مهم رول لري.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته