کابل نړیوال هوايي ډگر
د افغانستان هوايي ترانسپورت مهمه دروازه

د ﮐﺎﺑﻞ ﻫﻮاﻳﻲ ډګرﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﮐﯥ د ﺧﻮاﺟﻪ رواش ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﺎدﯦﺪه، ﭘﻪ ﭘﻼزﻣﯧﻨﻪ ﮐﺎﺑﻞ ﮐﯥ ﻣﻮﻗﻌﻴﺖ ﻟﺮي. دا ﻫﻮاﻳﻲ ډګر ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺧﺎﻣﻪ ډول ﺟﻮړ ﺷﻮی و، ﭼﯥ د ﻫﻮاﻳﻲ ځواﮐﻮﻧﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ اﻟﻮﺗﮑﻮ او د ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ ﻣﻮﺳﺴﺎﺗﻮ ﻟﺨﻮا ﺗﺮې ه ﭘﻮرﺗﻪ ﮐﯧﺪه. ﭘﻪ ۱۳۳۳ل ﮐﺎل د ارﻳﺎﻧﺎ اﻓﻐﺎن ﻫﻮاﻳﻲ ﴍﮐﺖ د «ډي ﳼ ـ ۳ » اﻟﻮﺗﮑﻮ ﺗﺮې ګټه ﭘﻮرﺗﻪ ﮐﻮﻟﻪ او ﻟﻪ دې ﴎه ﭘﻪ ﺧﻮا ﮐﯥ د انډیمار (K L M ) ﻫﺎﻟﻨډي اﻳﺮپلوټ او ځینو ﻧﻮرو ﻫﻮاﻳﻲ ﴍﮐﺘﻮﻧﻮ ﻫﻢ ﻟﻪ دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه ﺧﭙﻠﯥ اﻟﻮﺗﻨﯥ ﺗﺮﴎه ﮐﻮﻟﯥ. وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ د ارﻳﺎﻧﺎ اﻓﻐﺎن ﻫﻮاﻳﻲ ﴍﮐﺖ ډي ﳼ ۴ او ۶ ﻟﻮﻳﻮ اﻟﻮﺗﮑﻮ ﻫﻢ ﻟﻪ دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه ګټه ﭘﻮرﺗﻪ ﮐﻮﻟﻪ.
د ۱۳۳۶ل ﮐﺎل ﭘﻪ ژﻣﻲ ﮐﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﮐﯥ د زﻳﺎﺗﻮ واورو ورﯦﺪو ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ورﺗﻪ ﺳﺨﺖ زﻳﺎن واوښت؛ ځکه دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ د ﮐﺎﻧﺎﻟﻴﺰاﺳﻴﻮن ﻣﻨﻈﻢ سیسټم ﻧﻪ درﻟﻮد؛ ﻧﻮ ﺗﺮ اوﺑﻮ ﻻﻧﺪې او د اﻟﻮﺗﻨﻮ ﭘﺮ ﻣﺦ وﺗړل ﺷﻮ.
.

ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻣﻠﮑﻲ ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ رﻳﺎﺳﺖ ﻟﻪ ﻧړۍ ﴎه د اړﻳﮑﻮ ټینګښت ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ د ﺟﻼل اﺑﺎد ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه ګټه اﺧﻴﺴﺘﻨﻪ ﭘﻴﻞ ﮐړﻩ او د ﺷﭙږو اوﻧﻴﻮ ﻟﭙﺎره د ﺟﻼل اﺑﺎد ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه اﻟﻮﺗﻨﯥ ﺗﺮﴎه ﮐﯧﺪې او ﻣﺴﺎﻓﺮ ﭘﻪ ﴎوﻳﺴﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻢ ډول ﻟﻪ ﮐﺎﺑﻠﻪ ﺗﺮ ﺟﻼل اﺑﺎده ﻟﯧږدول ﮐﯧﺪل، ﻫﻤﺪا و ﭼﯥ د ﺧﻮاﺟﻪ رواش ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﴎوې وﺷﻮه او د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ ﮐﺎر ﭘﻴﻞ ﺷﻮ او د ۲۸۰۰ ﻣﱰو ﭘﻪ اوږدواﻟﯥ او ۴۵ ﻣﱰو ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻮاﻟﯥ ځغاﺳﺘﻠﻴﮑﻪ او د اﻟﻮﺗﮑﻮ ﺗﻢ ځای ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘﺎﺧﻪ ډول ﺟﻮړ او ﭘﻪ ۱۳۴۲ل ﮐﺎل ګټې اﺧﻴﺴﺘﻨﯥ ﺗﻪ وﺳﭙﺎرل ﺷﻮ. ﭘﻪ ۱۳۵۴ل ﮐﺎل د اﻟﻮﺗﻨﻮ د اﻃﻼﻋﺎﺗﻮ ﻣﺮﮐﺰ او د ﻣﻠﮑﻲ ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ د ﻣﺨﺎﺑﺮې ﻣﺮﮐﺰ ﭼﯥ وړاﻧﺪې ﭘﻪ ﮐﻨﺪﻫﺎر ﮐﯥ وو او ﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ ﻓﻌﺎﻟﻴﺖ درﻟﻮد، ﮐﺎﺑﻞ ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﺗﻪ راوﻟﯧږدول ﺷﻮ او ﻟﻪ دې ﴎه د اﻟﻮﺗﻨﻮ د څار او د ﻫﻮاﻳﻲ ټراﻓﻴﮑﻮ د کنټرول اﺳﺎﻧﺘﻴﺎ ﺑﺮاﺑﺮه ﺷﻮه او وروﺳﺘﻪ د ګاوﻧډﯾﻮ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ د ﻫﻮاﻳﻲ ټراﻓﯿﮑﻮ د کنټرولﻟﻪ ﻣﺮﮐﺰوﻧﻮ ﴎه ﻧﯧﻎ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ اړﯾﮑﻪ ﻫﻢ ﻣﻤﮑﻨﻪ ﺷﻮه او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﮑﻲ ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ ارﺗﺒﺎﻃﻲ ﻣﺮﮐﺰ ﻟﻪ ﺗﺎﺷﮑﻨﺪ، ﻻﻫﻮر، ﮐﺮاچۍ، ﺗﻬﺮان، اﻣﺮﺗﴪ، ډﻫﲇ ﻟﻪ ﻣﺮﮐﺰوﻧﻮ ﴎه ځاﻧګړې اړﯾﮑﻪ ټینګه ﮐړﻩ. د ۱۳۴۳ ـ ۱۳۵۷ل ﮐﺎﻟﻪ ﭘﻮرې د ﮐﺎﺑﻞ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه ﻏﻮره ګټه اﺧﻴﺴﺘﻨﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻮه؛ ﺧﻮ د اﺳﺎﻧﺘﻴﺎوو د ﻣﺤﺪودﻳﺖ او د اړﻳﻨﻮ وﺳﺎﻳﻠﻮ د ﻧﺸﺘﻮاﱄ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ د ﺷﭙﯥ ﻟﺨﻮا اﻟﻮﺗﻨﯥ ﻧﻪ ﺗﺮﴎه ﮐﯧﺪې او ډﯦﺮی اﻟﻮﺗﻨﯥ ﺗﺮ ورځې ﭘﻮرې ﻣﺤﺪودې وې. د وﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﯧﺮﯦﺪو د اﻟﻮﺗﻨﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﯧﺮ او ﻫﻮاﻳﻲ ﻟﯿږدوﻧﻮ او ﺗﺮ څنګ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻋﺒﻮرې اﻟﻮﺗﻨﻮ ﮐﯥ ﻫﻢ زﻳﺎﺗﻮاﻟﯽ راﻏﯽ. د ﻫﻤﺪې ﭘﻮرﺗﻪ ﻳﺎدو ﺷﻮو ﮐﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ بهیرﮐﯥ د ارﻳﺎﻧﺎ اﻓﻐﺎن ﻫﻮاﻳﻲ ﴍﮐﺖ او ﺑﺎﺧﱰ اﻓﻐﺎن اﻟﻮﺗﻨﻪ ﴎﺑﯧﺮه د اﻳﺮوﻓﻠﻮت، اﯾﺮان اﻳﺮ، ﭘﻲ آی اې، انډین اﻳﺮﻻﻳﻦ ټي ام ای « ﻟﺒﻨﺎن » او ﭼﮑﺴﻮاﻟﻮاﮐﻴﺎ ﻫﻮاﻳﻲ ﴍﮐﺘﻮﻧﻮ ﻫﻢ ﻟﻪ دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه اﻟﻮﺗﻨﯥ ﭘﻴﻞ ﮐړې. ﭘﻪ ۱۳۵۶ل ﮐﺎل د VOR –DMA اﻟﻮﺗﮑﻮ د ﻻرښووﻧﯥ ﭘﻪ ﭘﺎر ﭘﻪ اﺳﺎﻤﯾﻲ ﻏﺮه ﮐﯥ د دوﻟﺖ ﭘﻪ ﺑﻮدﻳﺠﻪ د ﻻرښووﻧﯥ دﺳﺘګاه ولګول ﺷﻮه. دا ﭼﯥ ﻟﻪ دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻮﻳﻮ اﻟﻮﺗﮑﻮ ګټه ﭘﻮرﺗﻪ ﮐړې وای؛ ﻧﻮ د وﺧﺖ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻏﻮره وﺑﻠﻠﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﺎد ﻫﻮاﻳﻲ ډگر او ﺗﺮﻣﻴﻨﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ راﳾ او ﭘﻪ ځغاﺳﺘﻠﻴﮑﻪ ﮐﯥ ﻳﯥ ﭘﺮاﺧﻮاﻟﯽ راوﱄ، ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻮﺧﻪ ﭘﻪ ۱۳۵۷ل ﮐﺎل ﭘﺮې د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﻟﻨﯿﻨگراد «اوﺳﻨﯽ ﭘﱰزﺑﺮګ» ﭘﺮوژﻩ ﺟﻮړوﻧﯥ انسټیټیوټﻣﺘﺨﺼﺼﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻮرې ﭘﺮې ﮐﺎر ﭘﻴﻞ ﺷﻮ. د ﻏﻮﻳﻲ ﻟﻪ ﮐﻮدﺗﺎ وروﺳﺘﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ۱۳۵۷ل د ﻏﻮﻳﻲ ﭘﺮ اووﻣﻪ نېټهﺗﺮﴎه ﺷﻮه، ټﻮل ﺳﻴﺎﳼ ﺣﺎﻟﺖ ورﴎه ﺑﺪل ﺷﻮ او دا ﻫﻮاﻳﻲ ډگر د ﻣﻠﮑﻲ ﻣﻮﺧﻮ ﺗﺮ څنګ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﻮﺧﻮ ﻟﭙﺎره ﻫﻢ ﮐﺎرﯦﺪه؛ ﻧﻮ ﻟﻪ دې ﴎه ﭘﻪ ځمکنیوﻻرو د ﺗﻮﮐﻮ ﻟﯧږد ﺳﺘﻮزﻣﻦ ﺷﻮ، ﭼﯥ د ﻫﻮاﻳﻲ ټراﻧﺴﭙﻮرټ ارزښت ورﴎه زﻳﺎت او د ﮐﺎﺑﻞ ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه ﭘﻪ دې ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯥ ﻟﻮﻳﻪ ګټه اﺧﯧﺴﺘﻨﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻮه.
.
دا ﭼﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څراﻏﻮﻧﻪ ﻧﻪ درﻟﻮدل او ﭼﺎﭘﯧﺮه ﺗﺮې ﻟﻮړ ﻏﺮوﻧﻪ وو، ﻧﻮ ﻣﻠﮑﻲ اﻟﻮﺗﻨﯥ ﻳﯥ ﻳﻮازې ورځې ﺗﻪ ﻣﺤﺪودې ﺷﻮې؛ ﺧﻮ وروﺳﺘﻪ ﭘﮑﯥ ﮐﺎروﻧﻪ ﺗﺮﴎه ﺷﻮل، څراﻏﻮﻧﻪ ﭘﮑﯥ ولګول ﺷﻮل او د ۳۵۰۰ ﻣﱰو ﭘﻪ اوږدواﱄ او ۴۵ ﻣﱰو ﭘﻪ ﭘﻠﻨﻮاﱄ ﻳﯥ ځغاﺳﺘﻠﻴﮑﻪ ﺟﻮړﻩ او د دې ﺗﺮ څنګ ﭘﮑﯥ دوه ﺗﺮﻣﻴﻨﻠﻮﻧﻪ، ﻳﻮ ﻳﯥ د ﮐﻮرﻧﻴﻮ او ﺑﻞ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ اﻟﻮﺗﻨﻮ ﻟﭙﺎره ﺟﻮړ ﺷﻮل. دا ﭼﯥ ﮐﺎﺑﻞ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر د ﮐﺎﺑﻞ د ﻏﺮوﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ او د ګڼې ګوڼې څخه ﭘﻪ ډک ښار ﮐﯥ ﻣﻮﻗﻌﻴﺖ ﻟﺮي؛ ﻧﻮ ﭘﻪ ۱۳۴۸ل ﮐﺎل ﮐﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺣﮑﻮﻣﺖ د «ﻣﻠﮑﻲ ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ رﻳﺎﺳﺖ» او ﻧړﻳﻮال ﺑﺎﻧﮏ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﻳﺎد ﻫﻮاﻳﻲ ډگر د ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﻣﺨﺎﺑﺮې سیسټم او اﻟﻮﺗﮑﻮ د ﻻرښووﻧﯥ دﺳﺘګاه ﻫﻮﮐړﻩ وﺷﻮه. ﭘﻪ ۱۹۷۰ز ﮐﺎل د ﻧړﻳﻮال ﺑﺎﻧﮏ ﺗﺨﻨﻴﮑﻲ او ﻓﻨﻲ ﻫﯿﺌﺖ د ﻧړﻳﻮال ﻣﻠﮑﻲ ﻫﻮاﯾﻲ ﭼﻠﻨﺪ ﺳﺎزﻣﺎن د ﻣﺘﺨﺼﺼﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﮑﺎرۍ او د ﻣﻠﮑﻲ ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ رﻳﺎﺳﺖ د ﮐﺎﺑﻞ ﻫﻮاﻳﻲ ډگر د ﺗﺨﻨﻴﮑﻲ او اﻗﺘﺼﺎدي ﭘﻠﻮه ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ او ﺑﺮرﳼ ﮐړ، ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻪ ﮐﯥ ښکاره ﺷﻮه، ﮐﻪ ﭼﯧﺮې ﭘﻪ پنځوس ﮐﻴﻠﻮ ﻣﱰۍ ﮐﯥ داﺳﯥ ځای ﭼﯥ ﻧږدې ﻏﺮوﻧﻪ و ﻧﻪ ﻟﺮي ﭘﻴﺪا ﻧﻪ ﺷﻮ، ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻫﻤﺪې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﺗﻪ ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ ورﮐﻮي. د ﴎوې او ﻣﻄﺎﻟﻌﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻪ ﮐﯥ ﻟﻪ ﮐﺎﺑﻞ څخه ۴۵ ﮐﻴﻠﻮ ﻣﱰه ﻟﺮې ﭘﻪ ﻟﻮگر وﻻﻳﺖ ﮐﯥ ځای ورﺗﻪ ﻏﻮره او د ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﻟﭙﺎره د ﻣﺘﺨﺼﺼﻴﻨﻮ د خوښې او دلچسپۍ وړ وگرځید. د ﮐﺎﺑﻞ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ځینې ﺳﺘﻮﻧﺰې ﭼﯥ ﻣﺘﺨﺼﺼﻴﻨﻮ څرګندې ﮐړې ﻫﻐﻪ دا وې، ﭼﯥ د ﺷﭙﯥ ﻟﺨﻮا د اﻟﻮﺗﮑﻮ ﻻرښووﻧﻪ ﮐﻮل، ﭼﯥ ﭼﺎﭘﯧﺮه ﺗﺮې د ۲۸۰۰ ﻣﱰو ﭘﻪ ﻟﻮړواﱄ ﻏﺮوﻧﻪ دي، ﻳﻮ ﭘﻴﭽﲇ ﻻرښود او ﺑﺮېښناﯾﻲ سیسټم ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮي. ﺑﻞ ﻻﻣﻞ ﻳﯥ دا و ﭼﯥ د ﮐﺎﺑﻞ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﻟﻪ ګڼې ګوڼې څخه ﭘﻪ ډک ښار ﮐﯥ ﻣﻮﻗﻌﻴﺖ ﻟﺮي، ﭼﯥ د اﻟﻮﺗﮑﻮ اوازوﻧﻪ د ﺧﻠﮑﻮ د اذﻳﺖ ﻻﻣﻞ ﮐﯧږي او ﮐﻪ ﺧﺪای ﻣﻪ ﮐړﻩ ﮐﻮﻣﻪ ﻫﻮاﯾﻲ پېښه رامنځته ﳾ، ﻣﻤﮑﻦ ډﯦﺮ ﻣﺎﱄ او ځانې زﻳﺎﻧﻮﻧﻪ رامنځته ﮐړي او ﻟﻪ دې ﴎه ﻧﻮرې ﻫﻢ داﺳﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰې وې، دې ﻣﺘﺨﺼﺼﺎﻧﻮ ﻏﻮره وګڼله ﭼﯥ د ﮐﺎﺑﻞ ﻫﻮاﻳﻲ ډگر دې ﻟﻪ ﺧﻮاﺟﻪ رواش څخه ﻟﻮگر وﻻﯾﺖ ﺗﻪ وﻟﯧږدول ﳾ؛ ﺧﻮ وروﺳﺘﻪ ﺳﻴﺎﳼ ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻮ او ځینې ﻧﻮرو ﺳﺘﻮﻧﺰو ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ دې ﺗﻪ زﻣﻴﻨﻪ ﺑﺮاﺑﺮه ﻧﻪ ﺷﻮه ﭼﯥ دا ﻫﻮاﻳﻲ ډگر دې ﺑﻞ ځای ﺗﻪ وﻟﯧږدول ﳾ. ﭘﻪ ۱۳۸۷ل ﮐﺎل د ﻟړم ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﮐﯥ د ﺟﺎﭘﺎن ﻫﯧﻮاد ﻟﺨﻮا د پینځه دﯾﺮش ﻣﯿﻠﻴﻮﻧﻮ ډاﻟﺮو ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ اﻟﻮﺗﻨﻮ ﻟﭙﺎره ﻧﻮی ﺗﺮﻣﻴﻨﻞ ﺟﻮړ ﺷﻮ. ﭘﻪ ۱۳۹۳ل ﮐﺎل ﮐﯥ د ﮐﺎﺑﻞ ﻫﻮاﻳﻲ ډگر د وﺧﺖ ادارې ﻟﺨﻮا د ﺣﺎﻣﺪ ﮐﺮزي ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﭘﻪ ﻧﻮم وﻧﻮﻣﺎوه. دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﺮ ﺧﺎوره او ﻓﻀﺎ د اﻣﺮﻳﮑﺎ او ﻧﺎټو واﮐﻤﻨﻲ وه؛ ﻧﻮ ﻟﻪ دې ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ځپلو ﮐﯥ ګټه ﭘﻮرﺗﻪ ﮐﯧﺪه، څنګه ﻳﯥ ﭼﯥ څه زړﻩ غوښتل، ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻪ ډول ﻳﯥ ﻟﻪ دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه ګټه ﭘﻮرﺗﻪ ﮐﻮﻟﻪ. ﻗﺎﭼﺎق ﺗﺮې ﮐﯧﺪل، ﻧﺎﻣﻌﻠﻮﻣﻮ ځاﻳﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺮې اﻟﻮﺗﻨﯥ ﺗﺮﴎه ﮐﯧﺪې، د ﻓﻀﺎ کنټرول د دوی ﭘﻪ ﻻس ﮐﯥ و، اﻓﻐﺎﻧﺎن دې ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮﯦښودای ﮐﯧﺪل ﭼﯥ ﭘﺮ ﺧﭙﻞ اسمان او ﺧﭙﻠﻪ ځمکه دې واک وﻟﺮي، ﮐﻮم اﻣﺮ او ﺣﮑﻢ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﮑﺎ ﻟﺨﻮا ﮐﯧﺪه، ﻳﻮازې ﻫﻤﻐﻪ ﭼﺎرې ﺗﺮﴎه ﮐﯧﺪې او اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻧﻪ ﭘﺮﯦښودل ﮐﯧﺪل، ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘښو ودرﯦږي او د ﺧﭙﻞ ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﻣﺪﻳﺮﻳﺖ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻻس ﮐﯥ واﺧﲇ. ﭘﻪ ۱۴۰۰ل ﮐﺎل د زﻣﺮي ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ۲۴ نېټه، د اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺎرت ﻟﻪ ﻓﺘﺤﯥ ﴎه ﺳﻢ ﭼﯥ ﭘﺮ ﻫﯧﻮاد سپین بیرغ ورﭘﯧﺪ، اﻣﺮﻳﮑﺎ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ وﺗﻠﻮ ﴎه ﻟﮑﻪ زﺧﻤﻲ ښامار د ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ټولې ﺑﺮﺧﯥ ﺗﺨﺮﻳﺐ او ټول ﻣﻬﻢ ﺗﺠﻬﻴﺰات ﻳﯥ ﻟﻪ منځه ﻳﻮوړل، داﺳﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ وه ﭘﺎﺗﯥ ﭼﯥ د دوی ﭘﺮ وﺣﴚ ﻻﺳﻮﻧﻮ دې ﺗﺨﺮﻳﺐ ﺷﻮي ﻧﻪ وي. دا ﻫﻮاﻳﻲ ډگر داﺳﯥ ښکارﯦﺪه، ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺷﻞ ﮐﻠﻨﯥ ﺟګړې او وﺣﺸﺖ ټول انځور ﻳﯥ وړاﻧﺪې ﮐﺎوه. اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺎرت ﻟﺨﻮا ډﯦﺮ ﭘﻪ چټکۍ د دې ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﭘﺎﮐﻮل او ﻣﻨﻈﻤﻮل ﭘﻴﻞ ﺷﻮل، ﻫﻤﺪا و ﭼﯥ ډﯦﺮ ژر د دوﺳﺖ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﯧﻮاد ﻗﻄﺮ ﺗﺨﻨﻴﮑﻲ ټیم ﮐﺎﺑﻞ ﺗﻪ راورﺳﯧﺪ او د ﻫﻮاﻳﻲ ډگر د ځینو ﺑﯧړﻧﻴﻮ ﺑﺮﺧﻮ ﭘﻪ ﺑﻴﺎ رﻏﻮﻟﻮ ﻳﯥ ﻻس ﭘﻮرې ﮐړ، ﻣﺨﺎﺑﺮاتي سیسټموﻧﻮ ﭘﻪ ﻓﻌﺎﻟﻴﺖ ﮐﯥ ﻳﯥ ﻫﻤﮑﺎري وﮐړﻩ او ﻟﻪ دې ﴎه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ دې ﻣﻬﻢ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر څخه د ﺣﺎﻣﺪ ﮐﺮزي ﻧﻮم اﻳﺴﺘﻪ او ﺑﯧﺮﺗﻪ ﭘﺮ ﺧﭙﻞ ﭘﺨﻮاني نوم «ﮐﺎﺑﻞ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ» ډگر وﻧﻮﻣﻮل ﺷﻮ. د ټراﻧﺴﭙﻮرټ او ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ وزارت ﻟﻪ ﮐﺎر ﭘﻴﻞ ﮐﻮﻟﻮ ﴎه ﺳﻢ د ﻧﻮرو ﻫﻮاﻳﻲ ډگروﻧﻮ ﺗﺮ څنګ د ﮐﺎﺑﻞ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﺗﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﮐړﻩ، ﭘﻪ ﮐﻮﻣﻮ ﺗﺨﻨﻴﮑﻲ ﺑﺮﺧﻮ ﮐﯥ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺸﻪ اﺣﺴﺎﺳﯧﺪه، ﭘﻪ ﺗﺨﻨﻴﮑﻲ ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯥ د دوی روزﻟﻮ ﺗﻪ چټکه ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ وﺷﻮه او د ﻻ ښې روزﻧﯥ ﭘﻪ ﭘﺎر ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ وﻟﯧږل ﺷﻮل. دې ﮐﺴﺎﻧﻮ د ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ د ځینو ﻣﻬﻤﻮ ﺑﺮﺧﻮ ﭼﺎرې ﭘﺮ ﻏﺎړﻩ واﺧﻴﺴﺘﯥ او ﭘﻪ ﭘﻮره وﻳﺎړ او ﻫﺴﮏ ﴎ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻮ دﻧﺪو ﺗﻪ دوام ورﮐړ او ﻟﻪ دې ﴎه ﭘﻪ ﺧﻮا ﮐﯥ د «کاگ» کمپنۍ ﴎه د ﻫﻮاﻳﻲ ﭼﻠﻨﺪ اﻣﻨﻴﺖ، ځمکنیواو ﻫﻮاﻳﻲ ﺧﺪﻣﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯥ درې ﻟﻮی ﺗړوﻧﻮﻧﻪ ﻻﺳﻠﻴﮏ ﺷﻮل او ﭘﻪ دې ﺗړوﻧﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﻳﻮ ﻣﻬﻢ ﴍط دا و ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺑﺮﺧﻮ ﮐﯥ ﺑﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن روزي، ﺗﺮ څو د دوی ﭘﻪ وﺗﻠﻮ او ﻳﺎ د ﺗړون ﻣﻮدې ﻟﻪ ﭘﻮره ﮐﯧﺪو وروﺳﺘﻪ دا ﭼﺎرې ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﺮ ﻣﺦ ﻳﻮﳼ. د اﻣﺮﯾﮑﺎﻳﻲ اﺷﻐﺎل ﭘﺮ ﻣﻬﺎل د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻓﻀﺎ ټوﻟﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ اﻋﻼن ﺷﻮې وه او د ﻫﯧﻮادواﻟﻮ د وﯦﺮې او ﻣﺮګوﻧﻮ ﻻﻣﻞ وه؛ ﺧﻮ د اﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ځواﮐﻮﻧﻮ ﻟﻪ وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ د ﻫﯧﻮاد ﻓﻀﺎ ﺑﯧﺮﺗﻪ ﻣﻠﮑﻲ اﻋﻼن ﺷﻮه او د ﻣﻠﮑﻲ اﻟﻮﺗﻨﻮ ﻋﺒﻮر ﭘﯿﻞ ﺷﻮ. ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻴﻮ ﮐﯥ د VIP ﺳﺎﻟﻮﻧﻮﻧﻪ ﺑﯧﺮﺗﻪ ورﻏﻮل ﺷﻮل او د ﺳﻮداگرو ﻟﭙﺎره ځاﻧګړي VIP ﺳﺎﻟﻮﻧﻮﻧﻪ، ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻪ او ﺑﺮېښناﻳﻲ ﭘﻮړۍ ﻫﻤﺪا رنګه د ښکلا ﻟﭙﺎره ﭘﮑﯥ څولورﻻرې، د اوﺑﻮ ﻓﻮارې او ﻧﻮرې ﭼﺎرې ﺗﺮﴎه ﺷﻮې. د ﻣﻮټرو ﺗﻢ ځاﻳﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻣﻨﻈﻢ ﮐړای ﺷﻮل، ﭘﻠﯥ ﻻرې ﻳﯥ ورﻏﻮل ﺷﻮې، اوس ﻣﻬﺎل ﺗﺮې ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ او ﭘﻪ ﮐﻮر د ﻧﻨﻪ ﻫﺮه ورځ اﻟﻮﺗﻨﯥ ﺗﺮﴎه ﮐﯧږې اوس ﻣﻬﺎل دا ﻫﻮاﻳﻲ ډگر ﭘﻪ ﻳﻮ وﺧﺖ د ﺳﻠﻮ اﻟﻮﺗﮑﻮ د ځاﻳﯧﺪو ﻇﺮﻓﻴﺖ ﻟﺮي. د ﮐﺎﺑﻞ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر اوس د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس او واک ﮐﯥ دی، ټوﻟﯥ ﭼﺎرې ﻳﯥ د دوی ﻟﺨﻮا ﻣﺪﻳﺮﻳﺖ ﮐﯧږي، ﮐﺎﺑﻞ ﻧړﻳﻮال ﻫﻮاﻳﻲ ډگر اوس ﻣﻬﺎل د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن داﺳﯥ ﻳﻮه ﭘﻪ زړﻩ ﭘﻮرې دروازه ده، ﭼﯥ ټوﻟﯥ ﻧړۍ ﴎه د اړﻳﮑﻮ د ټېنګښت او ډﯦﺮﯾﻮ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺮې اﻟﻮﺗﻨﯥ ﺗﺮﴎه ﮐﯧږي..