نیټه: 1405-01-13 پنجشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د هلمند ولایت باباجي ولسوالۍ کې، د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیرپارک جوړولو چارې روانې دي. په یاده پروژه کې اداري ودانۍ، چاپېرېدونکی دېوال، جومات او د اوبو رسولو شبکه شامل دي دغه پروژه چې څلور میاشتې وړاندې پیل شوې. دا مهال یې چارې نږدې ۲۵سلنه پرمخ تللې دي.