د پينیکل سازمان په ملاتړ د انگلیسي ژبې څلور میاشتنی ښوونیز پروگرام وړاندې شو

نیټه: 1405-01-18 سه‌شنبه

د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته د پینیکل سازمان په ملاتړ د انګلسي ژبې څلور میاشتنی پیل شوی ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد. په دغه ښوونیز پروګرام کې چې شاوخوا ۱۰۰ کارکوونکو ګډون درلود د انګلیسي ژبې بنسټیزو او منځنیو مهارتونو په برخه کې ورته اړینې زده‌کړې ورکړل شوې چې پدې سره به د هغوی مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته