د اونۍ خبرونه

نیټه: 1405-01-20 پنج‌شنبه

د پینیکل سازمان په ملاتړ د انګلسي ژبې څلور میاشتنی ښوونېز پروګرام وړاندې شو.
د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته، د پینیکل سازمان په ملاتړ د انګلسي ژبې څلور میاشتنی پیل شوی ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد.
په دغه ښوونیز پروګرام کې د انګلیسي ژبې بنسټیزو او منځنیو مهارتونو په برخه کې ګډونوالو ته اړینې زده‌کړې ورکړل شوې چې پدې سره به د هغوی مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې شي.
 
د پروژو له پلي کولو څخه دوامداره څارنه
د پلان جوړونې رئیس احمد رشاد انصار په مشرۍ تخنیکي ټیم د کندهار ولایت ولایت دامان ولسوالۍ نساجي مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو څخه د لیدنه او څارنې پرمهال د پروژې هر اړخیزه تخنیکي ارزونه وکړه او د پلي کوونکي شرکت استازو ته اړین هدایات ورکړل شول.
یاده پروژه چې د ۲۸۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي دا مهال یې کارونه ۶۰ سلنه پرمخ تللي دي.
 
لغمان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ جوړلو چارې ۱۴ سنله پرمخ تللې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا ، د نه میلیونه ۳۹۰ زره افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ جوړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي 
یاده اداري ودانۍ چې په دوه پوړونو کې په اساسي توګه جوړيږي کارونه یې ۱۴ سنله پرمخ تللي او په بشپړېدو سره به یې د اداري خدماتو وړاندې کولو به برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي. 
 
د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د ټولګېټ جوړولو چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي.
د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنايي دروازې یا ټولېګېټ جوړولو پروژه د نړیوالو معیارونو سره سمه د پلي کېدو په حال کې ده، یاده پروژه چې د عامه او خوصوصي مشارکت له لارې ترسره کېږي دا مهال یې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي.
 
کندوز ولایت کې د تیرپارکونه جوړولو چارې نږدې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د کندوز ولایت چهار درې ولسوالۍ او دښتې ابدان سیمه کې د تیر پارکونو جوړولو چارې نږدې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي، د چهار درې ولسوالۍ پروژه  د څه باندې ۲۸ میلیونه او د دښتې ابدان پروژه د څه کم ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي 
د ټاکل شوي پلان او کیفیت په نظر کې نیولو سره هڅه کېږي ترڅو د یادو پروژې چارې پر وخت بشپړې او موټرچلوونکو ته د اړوند خدماتو وړاندې کولو زمینه رامنځته شي.
 

د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ترمینلونو او تیرپارکونو جوړول.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د څه باندې دوه نیم میلیاده افغانیو په ارزښت د ۲۱  مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو او د څه باندې ۳۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۷ ولایتونو کې د تېرپارکونو جوړولو چارې روانې دي
د یادولو وړ ده  چې دغه لویې پروژې نه یوازې د ټرانسپورټي اسانتیاوو د پراختیا لامل ګرځي، بلکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د یادو ترمینلونو او تېرپارکونو په جوړولو کې سلګونه کارګران، انجنیران او تخنیکي پرسونل بوخت دي، چې دا چاره د بېکارۍ د کچې په راکمولو او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لوبوي.

ویډیو ⬇️

https://www.youtube.com/watch?v=BViCPnWsl7w

 


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته