کندهار ولایت کې د ټولگېټ جوړولو چارې له نږدې وڅارل شوې

نیټه: 1405-01-22 شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د زېربناوو د پراختیا او پلان لوی رئیس ډاکتر محمد رستم حفيظ‌یار په مشرۍ تخنیکي ټیم د کندهار ښار– سپین‌بولدک ولسوالۍ په مسیر د برېښنايي دروازې (ټولګېټ) د جوړېدو له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د پروژې هر اړخیزه تخنیکي ارزونه وشوه او د کارونو چټکتیا او کیفیت په اړه اړوند مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته