د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د نوي ترمینل او د وسایطو د تم‌ځای جوړولو پروژه پیل شوه.

نیټه: 1405-01-23 یکشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د هوايي چلند عملیاتي معین، الحاج مولوي فتح‌الله منصور، د کندهار ولایت یو شمېر سیمه‌ییزو مسئولینو په ګډون احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۸۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه نوي عصري او مجهز ترمینل او د وسایطو د تم‌ځای جوړولو پروژه پرانیستل شوه. یاده پروژه چې په دوو پړاوونو کې پلي کېږي چارې به یې د دوه نیمو کلونوپه موده بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. همدا ډول دغه ترمینل شاوخوا د درې زره مسافرو د ځایېدو ظرفیت لري چې د مسافرو لپاره به ټولې اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته