ننگرهار ولایت کې د وزارت د  لارښونو ښه پلي کېدو په موخه ناسته وشوه

نیټه: 1405-01-24 دوشنبه

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ، د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم په اړه د وزارت د روان کال لومړۍ او دوهمې ګڼې لارښونو د ښه پلي کېدو لپاره د یاد ریاست اړوند ترمینلونو، هډو او کنټرولي بندرونو کارکوونکو سره ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي چارو او خدماتو لا تنظیم، د برېښنايي سیستمونو او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو او د عوایدو لا شفایت او برېښنايي کولو په اړه ګډونوالو ته ګڼې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته