کندهار، دامان ولسوالي د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې د پرمختگ په حال کې دي

نیټه: 1405-01-25 سه‌شنبه

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکي ترمینل د لومړي فاز ( چاپېرېدونکي دېوال د جوړولو او د ترمینل د ساحوي برخې د هوارونې چارې د پرمختګ په حال کې دي. یاده پروژه چې ۵۸۲ جرېبه ځمکه کې جوړیږي چارې به یې د دریو کلونو په موده کې بشپړې شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته