نیټه: 1405-01-26 چهارشنبه
کندهار ولایت #تخت_پل ولسوالی کې د تیرپارک پروژه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د کندهار ولایت تخت پل ولسوالۍ کې د څه کم ۲۴ میلیونو افغانیو په ارزښنت د تیرپارک جوړولو چارو په چټکۍ سره روانې دي
یاده پروژه چې اداري ودانۍ، د ۴ زره مترو په اوږد والي چاپېرېدونکی دېوال او د اوبو رسولو سیستم پکې شامل دي په ۵۰۰ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي.
د ټاکل شوي پلان سره سم، د کیفیت په نظر کې نیولو سره د پروژې له روانو چارو دوامداره څارنه ترسره کېږي او هڅه کې کېږي چې چارې یې پر وخت بشپړې شي.
د یادولو وړ ده چې په تخت پل ولسوالۍ سربېره ، د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې هم د تېرپارک جوړولو پروژه تر کار لاندې او د پلي کېدو په حال ده، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د باروړونکو موټرو منظم فعالیت او د ټرانسپورټي خدماتو او سهولتونو پراختیا تامین شي.
ویډیو 👇
کندهار ولایت تخت پل ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو پروژې کاري پرمختګ - YouTube