نیټه: 1405-01-29 شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هېواد نړیوالو هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان ته د حج کوونکو د لېږد لړۍ رسماً پیل شوه او د تېرې جمعې په ورځ ۶۹۲ تنه په لومړۍ الوتنه کې له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه مدینې منورې ته ولېږدول شول. روان ۱۴۰۵ کال کې به شاوخوا ۳۰ زره حج کوونکي د ۹۶ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته ولېږدول شي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د حج کوونکو خوندي، منظم او پر وخت لېږد لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي دي.