نیټه: 1405-01-30 یکشنبه
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي ذبیحالله مجاهد په مشرۍ، د یاد ولایت بېلابېلو محلي ادارو له استازو سره د کډوالو خوندي لېږد او ستونزو حل په موخه ګډه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې دتورخم عمري کمپ د کډوالو او موټرچلوونکو د ستونزو مخنیوي د ګډوالو خوندي لېږد او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ درلودلو په اړه خبرې او ټینګار وشو.