نیټه: 1405-01-31 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري په مشرۍ، د ترکمنستان هېواد د ټرانسپورټ او اوسپنې پټلۍ له استازو سره د لاجورد لارې څخه د سوداگریزو او ټرانزیټي مالونو د لېږد رالېږد په اړه انلاین ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د لاجورد لارې ټرانسپورټي او ټرانزیټي اهمیت، له دغه لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد پر زیاتوالي، د دواړو هيوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا، په یاده برخه کې د ټرانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو لپاره د اسانتیاوو پر زیاتوالي او یو شمېر نور اړوند موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.