نیټه: 1405-02-01 سهشنبه
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو او ټرانسپورټي اسناو وېش په موخه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ میاشت کې د ۴۰۰ موټرو تخنیکي ارزونه شوې. د موټرو تخنیکي ارزونه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت یوه دوامداره پروسه ده چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې په منظم ډول ترسره کېږي او په دغه ارزونه کې د موټرو بېلابېل تخنیکي اړخونه د ټاکل شویو معیارونو په اساس کتل کېږي.