غزني ولایت کې د مسافر وړونکي ترمینل جوړولو چارې ۴۰ سلنه پر مخ تللې دي

نیټه: 1405-02-02 چهارشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په غزني ولایت کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافروړونکي ترمینل او یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ جوړولو چارې روانې دي ، یاده پروژه چې په ۱۶ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي کارونه یې د پلان سره سم پرمخ روان دي. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو پلي کېدو په برخه کې کیفیت ته لومړیتوب ورکوي، د پروژو اړوند چارو پر وخت او ښه کیفیت بشپړېدو په موخه د ټولو پروژو له روانو چارو څخه جدي څارنه دوام لري.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته