نیټه: 1405-01-15 شنبه
ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېوادوالو د خوندیتوب په موخه د هوا حالاتو اړوند منظم راپورونه خپروي ترخو هېوادوال د ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو په اړه پر وخت خبر شي. يو شمېر موټرچلوونکي، په ځانگړي ډول د لويو مسافرورونکو وسایطو چلوونکي، د سېلابونو پر مهال له احتیاط څخه کار نه اخلي او د اوبو له تيز جريان څخه تېرېږي، چې دا کار د درنو پېښو او د مسافرو د وېرې او د مرگ ژوبلې لامل گرځي.