نیټه: 1405-02-06 یکشنبه
د پکتیا ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کې د مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره په ناسته کې د ټرانسپورټي شرکتونو د طرزالعمل او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه خبرې وشوې. همدا ډول د مسافرو خوندي لېږد رالېږد او معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ګډونوالو ته لارښوونې او ټینګار وشو.