خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر

خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډگر د افغانستان په اقتصادي، سوداگریز او ټرانسپورټي ډگر کې يو مهم ځای لري او د سيمې د نښلولو لپاره یو مهم مرکز دی، دا هوايي ډگر د افغانستان د ختيځ كلتوري مركز ، هرات او تول هېواد لپاره یوه دروازه ده چې د نړۍ پر لور پرانیستل شوې ده، دې هوايي ډگر سيمه ييز سفرونه اسانه کړي او د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ژوند ته یې نوی ارزښت ورکړی دی. د دې هوايي ډگر تاریخ او وده د افغانانو د زړورتیا، د پرمختگ لپاره د ژمنتیا او د نړیوالو معیارونو سره د برابرېدو هڅې ښيي. د ټرانسپورت و هوایي چلند وزارت نوې ژمنې او د پرمختگ پروژې د دې ډگر په راتلونکي کې د لا زياتو فرصتونو دروازې پرانيزي.
د هوايي ډګر تاریخي مخینه
د هرات هوايي ډگر په ۱۳۳۸ کال کې د اريانا د کوچنيو الوتکو لپاره د هرات ښار سوېل په ۱۳ کیلو مترۍ د گذرې ولسوالۍ کې جوړ شو او په لومړیو کې ترې (ډي سي - ۳) ډوله الوتکو گټه پورته کوله وروسته د یاد هوايي ډگر د پراختیا او پرمختیا چارې د مورسن ساختماني شركت له خوا په ۱۳۳۹ کال د تلې په میاشت کې پيل شوې، چې په دې کې ٢٥٠٠ متره اوږده او ۴۵ متره پراخه او پخه ځغاستلیکه، د ځغاستليكې څراغونه، د بار اخيستلو او د الوتکو تم ځای لپاره رمپ، د الوتنو د څار برج سره سمبال د منځنۍ کچې د ترمینل ودانۍ، د اوروژنې او هوا پېژندنې لپاره ودانۍ، د الوتکو د سون توكو یوه کوچنۍ زېرمه، د (NDB) ډوله الوتکو د لارښوونې آله او د HF او VHF مخابراتي وسايل او همدارنگه د برېښنا، اوبو رسولو او د څارنې سیسټمونه پکې فعال شول.
د دې تر څنگ د هوايي ډگر کارکوونکو لپاره اوه فاميلي استوگنیز کورونه هم جوړ شول. یاد هوايي ډگر په ۱۳۴۰ کال کې په فعالیت پیل وکړ او د اريانا (ډي سي - ٦) ډوله الوتکو ترې گټه پورته کوله. د وخت په تېرېدو ځغاستلیکې چاودونه پیدا کړل، چې د بوینگ - (۷۲۷) او نورو لويو الوتکو لپاره خوندي نه گڼل کېده.
په وروستیو کلونو کې که څه هم دا هوايي ډگر د هغه وخت دولت د پراختیایي پلان په چوکاټ کې د بيا رغونې پروژې برخه گرځېدلې وه؛ خو یوازې دومره یې وکړل چې د ۴۰۰ مترو په اندازه یې ځغاستلیکه په شگو او جغل و پوښله، نور داسې کوم اړين کار پکې ترسره نه شو او یوازې د ټرانسپورتي او روزنيزو الوتکو او د آريانا افغان هوایي شرکت د کوچنیو الوتکو لخوا په دوامداره توگه کاریده.
په وروستیو کې پراختیا او پرمختگونه
د دي هوايي ډگر د رغونې چارې له ۲۰۰۵ز کال څخه وروسته بېرته پیل شوې که څه هم په هغه وخت کې دا هوايي ډگر ډېر د نظامي موخو لپاره کارول کېده او په ۲۰۰۹ کال د دې هوايي ډگر ځغاستليکه درې زره مترو په اندازه وغځول شوه او د ایټاليا هېواد له لورې یو نوی ترمینل ورته جوړ شو، چې د درې زرو مسافرو د ځايېدو ظرفيت يې درلود او د V-SAT پرمختللی سیستم د هوایي ترافيکو د کنټرول پرمختللي وسايل او د نړيوالو معیارونو سره سم نوي تجهیزات پکې فعال شول.
یاد هوايي ډگر په ۱۳۸۹ل کال د اریانا افغان هوايي شركت د ايربس الوتکې په لومړنۍ ناستې سره د نړیوال هوايي دگر په نوم ونومول شو، چې د کورنيو الوتنو تر څنگ د نړۍ ځينو هېوادونو ته هم ترې الوتنې پيل شوې او په يو ډیر مهم هوايي ډگر بدل شو.
د خواجه عبدالله انصاري په نوم نومول
دا هوايي ډگر چې پخوا د هرات نړیوال هوايي ډگر په نوم پېژندل کېده، په ۱۳۹۹ کال د سلواغې مياشتې په دويمه نېټه د نوميالي عارف او ليكوال خواجه عبدالله انصاري په نوم ونومول شو. خواجه عبدالله انصاري، چې د پنځمې هجري پېرۍ يو ستر عارف، پوه او معنوي لارښود و په خپلې ژورې پوهې علمي خدمتونو او عرفاني شاعرۍ سره نه يوازې د هرات او افغانستان بلکې د اسلامي نړۍ په تاريخ کې د درناوي وړ مقام لري. اوس د هرات هوايي ډگر د «خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډگر» په نوم يادېږي، له دې نوم سره نړیوالو ته د هرات ښار تاريخي، كلتوري او معنوي حيثيت هم ورپېژندل کېږي.

د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډگر اوسنی حال
خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډگر، چې په معياري او پرمختللي بنه فعالیت کوي، د افغانستان د هوايي ترانسپورټ په برخه کې یو مهم پرمختگ گڼل کېږي. دغه هوايي ډگر د ۳.۲ کیلومتره اوږده او ۴۵ متره پراخه ځغاستليکه لري، چې د ایکاو نړیوال سازمان د معيارونو سره سمه ډیزاین شوې ده. د دې هوايي ډگر په ساحه کې ۱۳ تكسوې او څلور فعال رمپونه شته چې د الوتکو د خوندي ناستي او الوتنې لپاره پراخه اسانتياوې برابروي. د دې هوايي ډگر ترمینل په یوه وخت کې د ۳۰۰۰ مسافرو د ځايولو ظرفيت لري او په ټولو عصري وسايلو او تجهيزاتو سمبال او مسافرو ته ټولې اړينې اسانتياوې وړاندې کوي.

په دې هوايي ډگر کې د مسافرو لپاره پراخه اسانتياوې لکه گمرک، صرافی، پراخ انتظارځای، رسټورانټ او نور اړین خدمات موجود دي. کورنۍ الوتنې د کابل، کندهار، بادغیس، هلمند، فراه او بامیان او نورو ښارونو ته او نړيوالې الوتني استانبول انقره، تاشکند، اسلام آباد او سعودي عربستان ته ترې ترسره کېږي.
د دې ترڅنگ د دې هوايي ډگر ټوله تخنيکي برخه مسلکي او روزل شوي افغان كاركوونكي اداره کوي، چې د الوتکو د لارښوونو او نورو تخنيکي مسایلو په برخه کې فعالیت کوي.
د شپې مهال هم د الوتنو لپاره د ځغاستليکې، ټکسوې او رمپ برخو په روښانتيا کې پرمختگ شوی، ترڅو د شپې مهال هم الوتنې په خوندي توگه ترسره شي.
د امنیت او تلاشۍ لپاره په دې هوايي ډگر کې د بگاژ او مسافرو د سكن برېښنايي ماشينونه موجود دي، چې د ايكاو نړيوالو معيارونو سره سم د مسافرو لپاره امنيتي خدمتونه وړاندې کوي. سربېره پر دې په دې هوايي ډگر کې د هواپیژندنې پرمختللي تجهيزات شته، چې په هوایي چلند کې الوتکو ته دقیق او پروخت معلومات برابروي. د Synaptic سیستم له لارې هره ورځ تازه معلومات وړاندې کېږي چې د موسمي حالاتو په اړه دقیق معلومات وړاندي کوي.
دا هوايي ډگر پنځه فعال اوروژونکي موټرونه (اطفايې) او مسلکي کارکوونکي لري، چې په هر ډول بیړنيو حالاتو کې د چټک غبرگون وړتيا لري. د مسافرو لپاره پراخ تم ځای، جومات، اودس ځای، انتظارځای او ښکلې زرغونې سيمې او منظرې موجودې دي، چې مسافرو ته د ارامښت زمینه برابروي. د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ژمن دی چې د دې هوايي ډگر خدمتونه لا ښه کړي، ترڅو مسافرو ته معياري او عصري خدمات وړاندې شي. په همدې موخه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حمید الله اخندزاده هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خواجه عبدالله انصاري نړيوال هوايي ډگر څخه د ليدنې پر مهال وویل چې د یاد هوايي ډگر د رمپ ساحه او د موتر تم ځای به په اساسي ډول پراخ او بيا ورغول شي. يو نوى کنټرول تاور يا د څار برج او د اور وژنې څانگې لپاره هم یوه نوې ودانۍ جوړيږي او له دې سره د ټول هوايي ډگر ساحه د اوسپنیز دیوال یا فینس په مرسته خوندي کېږي، چې له دې سره به ياد هوايي ډگر کې لا پرمختگ او معیار را منځته شي.

خواجه عبدالله انصاري نړيوال هوايي ډگر د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ په برخه کې یو مهم سمبول دی چې د هېواد په پرمختگ او نړیوالو اړيکو په پیاوړتيا کې مهمه ونډه لري. دا هوايي ډگر نه يوازې د هرات د كلتوري او معنوي حيثيت استازيتوب کوي، بلکې د سيمې د اقتصاد او سوداگرۍ په برخه کې یو لوی پرمختگ او نوښت دی. د دې هوايي ډگر پرمختگ نه يوازې د افغانستان د ټرانسپورټ په نظام کې مثبت بدلون رامنځته کړی بلکې د کورنيو او نړيوالو مسافرو لپاره يې د خدمتونو يوه عصري او د باور وړ فضا برابره کړې ده. د دې هوايي ډگر پرمختگ په اقتصادي سوداگریزو او سياحتي برخو کې د افغانستان د پیاوړتيا لپاره یو مهم گام دی چې د نړیوالو اړیکو د پياوړتيا په برخه کې ډېرې دروازې پرانیزي.