نیټه: 1405-02-08 سهشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پالیسۍ، مصؤنیت او تفتیش معین، الحاج مولوي فیضالله جمال حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ د هوايي چلند برخې د فعالیتونو ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ. د پالیسۍ، مصؤنیت او تفتیش معین د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د عملیاتي برخو او روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او څرګنده یې کړه چې فعالیتونه د نړیوالو معیارونو مطابق پر مخ روان دي او په دې برخه کې د اصلاحاتو لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي. دغه ارزونه به د هېواد په نورو نړیوالو او محلي هوايي ډګرونو کې هم ترسره شي.