بلخ کې د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته؛ منظور شوي طرزالعملونه باید پلي شي

نیټه: 1405-02-09 چهارشنبه

د بلخ ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسؤلینو د دې ولایت د مسافروړونکو او باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره د طرزالعملونو د پلي کولو په اړه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته جدي پاملرنه وشي او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت منظور شوي طرزالعملونه هم په اغېزناکه توګه پلي شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته