په افغاستان کې کله چې موټر او سړکونه نه وو، له حيواناتو څخه د مالونو په لېږد او رالېږد کې ګټه پورته کېده، ويل کېږي چې ۱۱۵۲ل کلونو په شاوخوا کې چې د تيمورشاه د حکومت دور و، لېږدوونکو حيواناتو ته يو کس ټاکل شوی و، چې قافله باشي يې باله.
په ۱۲۸۳ل کال کې امير حبيبالله خان ته د هند د نايب السلطنه لهخوا ډالۍ شوی لومړی موټر افغانستان ته د غوايانو په وسيله راوړل شو. دا لومړی موټر و، چې افغانستان ته راوړل شو او ورسره سم د موټرو د لاپرختيا فکر پيدا شو. په ۱۲۹۲ل کال د لیندۍ په مياشت کې د (شرکت موټرکار افغانيه ) په نوم جوړ شو.
له انګلستان څخه د خپلواکۍ له اخيستلو وروسته چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه پيل شول، د ځمکني ټرانسپورټ او هوایی چلند لپاره هم يو خوندور پيل و، او په ۱۳۰۴ل کال امانالله خان په خپل لګښت د «موتور رانی» په نوم يو ټرانسپورټي شرکت رامنځته شو او له دې سره يې سړک جوړولو ته هم پاملرنه زياته کړه. په پنځوسمو او شپيتمو زېږديزو کالونو کې د هيواد لوېې لارې جوړې او پخې کړای شوې چې آن تر تورغونډۍ او اسلام کلا پورې وغځول شوې.
په ۱۳۱۱ل کال د عمومي ټرانسپورټ مدیریت رامنځته شو او ښاغلي غلام جیلاني صادقي په نوم يو کس د دولتي او شخصي ټرانسپورټ چارې پر غاړه واخيستې. په ۱۳۳۵ل کال کې د سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې د ټرانسپورټ عمومي رياست رامنځته شو.
د هوايي چلند پيل:
لومړي ځل هوايي ټرانسپورټ په ۱۳۰۲ل کال کې پيل شو، په ۱۳۰۶ل د ليندۍ په مياشت کې د کابل او تاشکند تر منځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د نږدې کولو په پار لومړنۍ هوايي کرښه جوړه شو.
په ۱۳۳۱ل کال د ملکي هوايي چلند عمومي مدیريت رامنځته شو، چې په مستقيمه توګه يې د الوتنو د کنټرول او د ملکي هوايي ډګرونو اداره پر غاړه واخيسته او ښاغلی ګلبهار چې د هوايي ځواک له قومندانۍ څخه و او د هوايي چلند په برخه کې يې تجربه درلوده، د ملکي هوايي چلند د عمومي مدير په توګه وټاکل شو. په ۱۳۳۵ل د مرغومې په مياشت کې د ملکي هوايي چلند عمومي مديريت د وخت د صدارت په چوکاټ کې د ملکي هوايي چلند رياست ته ارتقا وکړه، چې عبدالحی عزيز او تر ده وروسته عبدالکريم حکيمي د ملکي هوايي چلند رياست رئیسان شول.
په ۱۳۴۲ل کال سلطان محمود غازي چې د افغانستان د دوهم صدراعظم شاه محمود خان زوی و د هوايي چلند د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو.
د غويي له کودتا نه وروسته چې په ۱۳۵۷ل کال د غويي پر اوومه نېټه ترسره شوه، نورمحمد دليلي د ملکي هوايي چلند رئيس په توګه مقرر شو او يو کال وروسته د هوايي چلند رياست د ټرانسپورټ وزارت اړوند او ښاغلی بارق شفيعي د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزير په توګه وټاکل شو. تر ده وروسته تر ۱۳۶۴ل کاله پورې شيرجان مزدوريار او له ده وروسته عبدالرحيم کاروال د ټرانسپورټ وزيران وو.
د هغه وخت د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې هوايي چلند د عمومي رياست په توګه د وزيرانو شورا سره وتړل شو او ښاغلی محمد نعيم اجمل د هوايي چلند د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو. په ۱۳۶۵ل کال د وري په مياشت کې هوايي چلند له رياست څخه د ملکي هوايي چلند وزارت ته ارتقا وکړه او عزيز نګهبان ته د وزارت دنده ورترغاړې شوه او تر ده وروسته له ۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۷۵ کاله پورې يې بادشاهګل وفادار، شيرجان مزدوريار، حميدالله طرزی او ودیر ساپی وزيران وو.
له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ل کاله پورې چې د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ دور و، شهيد اميرالمؤمنين اختر محمد منصور(تقبلالله) د دې وزارت چارې پرمخ وړې او تر څنګ يې د هوايي مدافعې د عمومي قومندانۍ دنده هم ورسپارل شوې وه. د ده د وزارت پر مهال د کابل نړيوال هوايي ډګر او اړوندې ټولې ويجاړې شوې برخې ورغول شوې، د اريانا افغان هوايي شرکت کرښه يې د کورنيو او نړيوالو الوتنو لپاره پرانېسته، د ده په هڅو د کندهار، هرات، ننګرهار، مزار شريف او کندوز هوايي ډګرونه چې په مکمل ډول تخريب شوي وو، د هر ډول ملکي الوتنو لپاره چمتو، هغه ملکي او نظامي الوتکې چې تخنيکي ستونزې يې درلودې د بهرنيو او کورنيو انجنيرانو په مرسته جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې او له اوږدې مودې وروسته يې په لومړي ځل زرګونه افغانانو ته د حج د فرېضې اداکولو زمېنه برابره کړه د ده د وزارت پر مهال لسګونه بېلابېلې ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې چې د کورنيو جګړو پر مهال زيانمنې شوې وې، ورغول شوې.
له امريکايي يرغل وروسته له ۱۳۸۰ل کال څخه تر ۱۳۹۷ کاله پورې چې د اشغال توره دوره وه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند دواړو برخو يو ځای فعاليت کاوه، چې:
عبدالرحمان نورستانی تر ۱۳۸۰ |
سلطان حميد حامد: ۱۳۸۱ |
ميرویس صادق: ۱۳۸۳ |
سيد محمد علي جاويد: ۱۳۸۳ |
بسمالله بسمل: ۱۳۸۳ |
عنايتالله قاسمي: ۱۳۸۵ |
نعمتالله احسان جاوید: ۱۳۸۶ |
عمر زاخیلوال: ۱۳۸۷ |
حمیدالله قادري: ۱۳۸۷ |
حمیدالله فاروقي: ۱۳۸۹ |
محمدالله بتاش: ۱۳۸۹ |
داود علي نجفي: ۱۳۹۲ |
فیضالله ذکي: ۱۳۹۴ |
محمدالله بتاش: ۱۳۹۶ |
محمد حمید طهماسي: ۱۳۹۷ |
عبدالرحمان نورستانی تر ۱۳۸۰ |
سلطان حميد حامد: ۱۳۸۱ |
ميرویس صادق: ۱۳۸۳ |
په ۱۳۹۷ل کال د مرغومې د مياشتې په دويمه نېټه د وخت کابل ادارې له خوا هوايي چلند، د اوسپنې پټلۍ اداره، ترافيکو رياست او د ټولګټو وزارت د ټرانسپورټ وزارت تر نوم لاندې سره يو ځای شول چې لاندې درې کسان يې د وزيرانو په حیث دندې ترسره کړي دي:
يما ياري تر ۱۳۹۸ |
محمد يما شمس: ۱۳۹۹ |
قدرتالله ذکي: ۱۴۰۰ |
درې وزيرانو د دې وزارت چارې مخ ته وړې.
په ۱۳۹۹ د غويي مياشتې په اتهويشتمه نېټه د کابل ادارې د يو فرمان پر اساس د هوايي چلند اداره د ټرانسپورټ له وزارته بېله او د يوې خپلواکې ادارې په توگه يې خپلو چارو ته دوام ورکړ، چې وروستی رئیس يې د ۱۴۰۲ل کال د زمري په څلرويشتمه نېټه د اسلامي امارت له فتحې وروسته خپله دنده پای ته ورسوله.
د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره د چارو د لا ښه والې په پار هوايي چلند بېرته د ټرانسپورټ سره يو ځای، يو ځل بيا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په نوم ونومول شو او محترم الحاج ملا حميدالله اخندزاده د یاد وزارت سرپرست په توگه وروپېژندل شو، چې تر اوسه د دې وزارت چارې په پوره برياليتوب سره پر مخ وړي.
د ده د وزارت پر مهال د ځمکني ټرانسپورټ تر څنګ د هوايي چلند په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شول، د هوايي چلند په برخه کې درې لوی لوی تړونونه لاسليک شول، هغه هوايي ډګرونه چې بهرنيو اشغالګرو ځواکونو او ځينو مغرضو کړيو له خوا تر اويا سلنه زيات تخريب شوي او له کاره لوېدلي وو، بېرته فعال، د رادار، مخابروي او نور تخنيکي تجهيزات يې جوړ او بېرته په نړيوال معيار برابر کړای شول، اوس د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تر چتر لاندې ۲۷ هوايي ډګرونه فعاليت کوي، چې پنځه يې نړيوال او نور يې محلي هوايي ډګرونه دي، د هېواد په ټولو ولايتونو کې د هواپېژندنې دستګاوې فعالې شوې دي چې په ۲۴ساعته ډول د هوا د حالاتو وړاندوينه کوي او ورځنی راپور يې د هېوادوالواو همداراز د کورنيو او بهرنيو پيلوټانو سره په منظمه توګه شريکېږي.
د هوايي چلند برخې کاروکوونکو ته د هوايي چلند په بېلابېلو برخو کې د ظرفيت لوډونې په موخه په هيواد د ننه او بهر د زده کړو زمېنه برابره شوې ده او په همدې موخه د هوايي چلند انسټيټيوټ کې هر کال لسګونه ځوانان جذبېږي، دوی ته د هوايي چلند په برخو کې عملي او تيوريکي زده کړې ورکول کېږي، د سميلټور دستګاه چې پخوا د بهرنيانو له خوا په ډېر لوړ لګښت جوړېده اوس له لګښت پرته فعاله ده او محصلان ترې په اسانۍ ګټه اخيستلای شي، له دې انسټيټيوټ څخه هر کال لسګونه کسان فارغېږي او له فراغت وروسته د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې په خپلو برخو کې په دندو ګمارل کېږي. له ځينو هيوادونو سره د هوايي خدمتونو او ښوونېزو پروګرامونو په برخه کې هوکړې لاسليک شوې دي.
اوس د افغانستان له هوایي ډګرونو څخه چين، ايران، متحد عرب اماراتو، قطر، کوېټ، روسيې، ترکيې، سعودي عربستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان هيوادونو ته د مهالوېش سره سمې الوتنې ترسره کېږي او په تېرو دوه کلنوکې زرگونه حاجیان سعودي عربستان ته د حج فريضې ادا کولو لپاره نړيوالو هوايي ډګرونو څخه ولېږدول شول او د لېږد رالېږد پروسه يې په پوره برياليتوب او خونديتوب سره ترسره شوه. په دې وروستيو کې د کابل شانګهای تر منځ د هوايي دهلېز پرانیسته وشوه چې له دې سره به د هيواد وچه او تازه میوه او په خاصه توګه زڼغوزي او نور توکي چين هيواد ته صادرېږي هلته به د افغانستان په نوم پلورل کېږي. د سږکال د لړم مياشتې په ۲۴ نېټه د فلای دوبۍ هوايي شرکت الوتنې او همداراز ورپسې د العربیه هوايي شرکت الوتنې کابل ته پيل شوې او په نږدې راتلونکې کې به نور هوايي شرکتونه هم افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړي چې له دې سره به د هيوادوالو ډېری مشکلات حل او د هيواد وچې او تازه مېوې به نړيوالو بازارونو ته ولېږدول شي او افغانستان به د هوا له لارې له ډيريو نړيوالو هيوادونو سره ونښلول شي.
ددې ترڅنګ ځمکني ټرانسپورټ ته هم پاملرنه زياته شوه، د ښاري نظم او د موټرو د ګډوډۍ د کابو کولو په موخه په پلازمېنه کابل او د افغانستان په نورو ولايتونو کې ترمينلونه او هډې رامنځته شوې او د وزارت له خوا ورته کارکوونکي ګمارل شوي دي. چې دوی د موټرو منظم کولو لپاره په ۲۴ ساعته ډول خدمتونه ترسره کوي. د دې تر څنګ د وزارت د تخنيکي ټيم د مسافرو د خونديتوب په موخه په مسافروړونکو ترمينلونو کې د موټرو تخنيکې څارنه کوي او په باروړونکو او مسافروړوکو موټرو کې د جي پي ايس سيسټم لګېدلو پروسه روانه ده، چې په دې سره به د موټرو کنټرول په پوره اسانۍ سره ترسره کېږي. او همداراز د ټرانسپورټي شرکتونو د معیاري کېدلو لپاره کوټلي گامونه اخېستل شوي او د واټ ټرانسپورټ د ښه والي لپاره مختلفې طرحې جوړې او عملي کېږي. اوس مهال افغانستان د گاونډیو هېوادونو سره حسنه ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکې لري. ياد وزارت هڅه کوي، تر څو افغانستان له نړيوال ټرانسپورټ سره سیال او وصل کړي.