۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

د هوايي ترانسپورت خدمتونه

1402-10-20 چهارشنبه
کابل نړیوال هوایي ډګر کې د دوو پروژو چارې پیل شوې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا نن سه شنبه د یوې غونډې په ترڅ کې چې مالي او اداري معین، عملياتي مسؤل، د هوايي ډګرونو لوی رئیس او د کابل نړیوال هوايي ډګر لوی رئیس گډون درلود د کورنیو الوتنو مسافرو لپاره جوړه شوې بزنس خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او پر دې سربیره د یاد هوايي ډګر عمومي دروازې په نوې بڼه جوړولو چارې پیل شوې. همداراز د هوايي ډګر ټولو برخو ته د نوري فایبر له لارې انټرنېټ رسولو په موخه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رئیس سره هوکړه لیک لاسلیک شو.

1402-10-18 دوشنبه
پروژه توسعه ترمینل محلی میدان هوایی بین‌المللی کابل

کار پروژه توسعه ترمینل محلی میدان هوایی بین‌المللی کابل به سرعت جریان دارد و تا یک ماه دیگر تکمیل و به بهره‌برداری سپرده خواهد شد.

برای معلومات بیشتر به لینک ذیل کلیک نماید.

https://www.youtube.com/watch?v=b2zg9FWsv0g

1402-10-16 شنبه
د خوست هوايي ډګر ځغاستلیکې دواړو خواو رغونې پروژه پيل شوه.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د خوست هوايي ډګر د ځغاستلیکې د دواړو خواو هوارونې او رغونې پروژې کارونه د څه کم اتو ميليونو افغانيو په ارزښت پيل شول. د یادې پروژې پیل مراسمو کې د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري او د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت ګډون درلود.