۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1403-10-03 دوشنبه

د بلخ د واټ د ټرانسپورټ د تنظیم ادارې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وکړه، په ناسته کي ټینګار سره ویل شوي چې پرته له صحي کارتونو او د موټر چلولو جواز لرونکي موټر چلوونکو ته به د فعالیت اجازه ورنکړل شي او مسافر وړونکي وسایط باید د سفر دمخه تخنیکي معاینه وکړي،

1403-10-03 دوشنبه
د ننګرهار ولایت رېکشاوو د تنظیم لپاره توافق‌نامه لاسلیک شوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د ننګرهار ولایت رېکشاوو د تنظیم لپاره د جوړې شوې طرحې پلي کولو په موخه، د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست او بابا رېڪشا چلونې ټرانسپورټي شرکت ترمنځ توافق‌نامه لاسلیک شوه، چې په اساس به يې نوموړی شرکت په شپږو میاشتو کې د ننګرهار ولایت رېکشاوو د مسیرونو نیازسنجي کوي، رېکشاوو ته به د ټرانسپورټي اسنادو وېش ترسره کوي او رېکشاوې به په ځانګړو لینونو کې تنظیموي.

ګټې:

  • د رېکشاوو تنظیم: د رېکشاوو د تنظیم له لارې به د خلکو د سفر کیفیت او امنیت زیات شي.
  • د اقتصادي ودې ملاتړ: د رېکشاوو د ښه تنظیم سره، د کارموندنې فرصتونه زیاتېږي او د محلي اقتصاد وده کوي.
  • د عامه ترانسپورت ښه والی: د رېکشاوو د ځانګړو لینونو په ټاکلو سره، د عامه ترانسپورت سیستم نظم او ترتیب لا ښه کېږي.

1403-10-03 دوشنبه
څه باندې ۲۷۰۰ ښاري موټرو ته ټرانسپورټي اسناد وېشل شوي

 

د کابل عامه ښاري ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د روان کال په تېرو درې میاشتو کې ۲ زره، ۷۰۸ ښاري بس او ټکسي موټرو ته برېښنايي کارت او ټرانسپورټي کتابچې وېشل شوې دي همدا ډول د یاد ریاست لخوا په تېرو درې میاشتو کې ۵۰۰ کاسټر او مارسډیز موټرو ته د ځانګرو مسیرونو سټیکر وېشل شوي.

ګټې:

  • د ټرانسپورټ کیفیت لوړول: د برېښنايي کارتونو او ټرانسپورټي کتابچو وېشل به د موټرو د چلولو کیفیت او د خلکو د سفر آسانتیاوې زیاتې کړي.
  • د عامه ترانسپورت تنظیم: د سټیکرونو وېشل به د کاسټر او مارسډیز موټرو د حرکت په اړه د خلکو پوهه زیاته کړي او د عامه ترانسپورت په سیستم کې نظم رامنځته کړي.
  • د اقتصادي ودې ملاتړ: د ښاري ترانسپورت د ښه والي سره، د خلکو د سفر لګښتونه کمېږي چې دا به د اقتصادي ودې لپاره مثبت اغیزه ولري.