د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د غلام خان لویې لارې تېرېدونکو موټرو لپاره په سل جریبه ځمکه کې د باروړونکو موټرو پراخ تمځای ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاد تمځای د شاوخوا ۱۵۰۰ موټرو ځايدو ظرفیت لري، چې په دې سره به د ټرافیکي ګڼه ګوڼې او سړک پرسر موټرو درېدو مخه نیول شوې وي.