کابل، ۸ قوس ۱۴۰۳ - د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست خبرداری ورکړی ده چې په ۸ قوس کې د ځینې ولایتونو په سیمو کې د سخت باران، رعد او برق او سیلابونو احتمال شته دی.
د دې ریاست د خبرداری له مخې، تخار، پنجشیر، بغلان، بامیان، سر پل، جوزجان، دایکندي، هلمند، کندهار، غور، فراه، بادغیس، فراه او هرات ولایتونه په خطر کې دي، په دې سیمو کې د بارښت میزان د ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي متره پورې متوقع دی.
همدارنګه، په لوړو او سړو سیمو کې د واورو اورښت اټکل هم شوی دی.
د دې سیمو اوسېدونکي باید چمتو او احتیاطي تدابیر ونیسي، د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست له هېوادوالو غوښتي ده چې د اړتیا صورت کې د محلي چارواکو او مرستندویه ادارو له مرستې ګټه واخلي.