د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې د نږدې اته میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیکا ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی مدیریت اړوند انګور هډې ټرانسپورټي چارو پرمخ وړلو لپاره اداري ودانۍ او یو جومات چارې بشپړې شوې. همداراز یاده سیمه کې د باروړونکو موټرچلوونکو لپاره ګڼ شمېر اسانتیاوې(د شپې خونې، اوبو سیسټم، اوداسه ځایونه، هوټلونه) برابر شوي دي