د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي, بېلابېلو ولايتونو ته د سفرونو په لړ کې مزارشريف او سمنګان ولايتونو ته سفر ترسره کړ د ښاغلي حيدري په مشري ياد پلاوي په دغه سفر کې د سمنګانو او مزارشريف ولايتونو له چارواکو سره په لېدنه کې د ټرانسپورټي چارو دښه والي او هيوادوالو ته داسانتياوو رامنځته کولو په تړاوخبرې اتري وکړې.همداراز په دغه سفر کې ياد پلاوي د دغه ولايتونو له ترمينلونو څخه له نږدې ليدنه وکړه ددغه ولايتونو د د ټرانسپورټ مسٶلينو، کارمندانو ټرانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو چارې د لاغوره والي په موخه وارزول شوې او همداراز د هيواد والو دښه خدمت په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې د يادونې وړ ده ، په دغه سفرکې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د بشري سرچېنو د رئیس له لورې له اداري کارکوونکو د چارو د ارزونې په موخه ازموينه هم واخېستل شوه.