۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-03-21 یکشنبه
د هوايي چلند انسټيټيوټ څخه د ۵۲ تنو محصلينو د فراغت غونډې مراسم ترسره شول.

د هوايي چلند انسټيټيوټ څخه د ۵۲ تنو محصلينو د فراغت غونډې مراسم ترسره شول.
نن (يکشنبه) د يوې غونډې په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله اخندزاده، د لوړو زده کړو سرپرست ندامحمد ندیم، د تخنيکي او مسلکي ادارې معين، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت
 معينانو، رئیسانو، مسئولينو او استادانو په ګډون ګڼو چارواکو پکې برخه اخيستې وه،  ۵۲ تنه محصلين چې د هوايي ترافيکوکنټرول (ATC) او د هوايي چلند ټکنالوژۍ (CNS)په برخه کې يې دوه کلنې زده کړې سر ته رسولي، د فراغت مراسم ترسره شول.
یاده غونډه چې د کابل نړيوال هوايي ډګر کې نيول شوي وه د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست الحاج ملا حميدالله اخندزاده، د ټرانسپورټ او هوايي چلند په اوسني وضعيت او پر شوو خدمتونو هر اړخيزه وينا وکړه او محصلين يې د هېواد خدمت ته وهڅول. د دې تر څنګ د لوړو زده کړو سرپرست ښاغلي ندامحمد ندیم، د تخنيکي او مسلکي ادارې معين غلام سعيد احساس  او نورو چارواکو هم خپلې ويناوې وکړې. 
ياد مراسم د انسټيټيوټ استادانو او کارکوونکو ته پر ستاينليکونو او فارغانو ته د ډیپلومونو پر ورکړه پای ته ورسېدل.
هېره دې نه وي چې ياد انسټيټيوټ ته هر کال د هيواد له بېلابېلو ولايتونو څخه  د کانکور ازموینې له لارې شامليږي،  چې د دوو کلنو تخصصي زده کړو وروسته د هوايي چلند اړوند تخنيکي څانګو کې د فراغت سندونه ورکول کېږي.