د زابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم امریت لهخوا د یاد ولایت مرکز قلات ـ کندهار مسیر مسافر وړونکو کوچنیو موټرو تمځای کې ۱۲ ساعته ډول ټرانسپورټي خدمتونه وړاندې کېږي او د موټرو تنظیم او نوبت پکې په ښه توګه ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې په یاد تمځای کې ټول موټر په نوي رنګ او ټرانسپورټي معیارونو برابر شوي دي او د مسافرو لپاره پکې جومات، اودسځای او نور د اړتيا وړ اسانتياوې رامنځته شوې دي.