د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري په مشرۍ د یو شمېر رئیسانو او ټرانسپورټي شرکتونو د استازو په ګډون د ناستې پرمهال په ننګرهار کې د رېکشاوو تنظیم لپاره د تفاهمنامې طرحې په تړاو خبرې وشوې.
د یادولو وړ ده چې ژر به د یاد ولایت رېکشاوو د تنظیم په اړه له خصوصي ټرانسپورټي شرکت سره تفاهمنامه لاسلیک شي.